په کندهار کي د هلمند ولايت څخه راغلي کډوال وايي، دوی ته لومړنۍ مرستي هم نه دي رسیدلي

راپور: مهتمم صالح

دوی وايي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او ولايتي اداره ورسره توپیريز چلند کوي.

بلخوا د کندهار ولايت مقام وايي، دوی د ټولو کډوالو سره یو ډول مرسته کوي.

د کندهار په پریس کلب کي د یوې اعتراضيه غونډي پرمهال، دغه ولايت ته د هلمند څخه راغلیو کډوالو وويل، دوی ته لومړنۍ مرسته هم نه دي رسېدلي.

دوی وايي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او ولايتي اداره ورسره توپیريز چلند کوي، او هغه کسانو ته مرستي ورکوي چي واسطه ولري.

دوی د ولايتي ادارې او کډوالو چارو رياست څخه غوښتنه کوي، چي ورسره مرسته وکړي.

بلخوا په ټولنيزو چارو کي د کندهار ولایت مرستيال حاجي اغالالی دستګري د دوی دغه ادعاوي ردوي، او وايي، ، کډوالو تراوسه د دوی څخه د مرستو غوښتنه نه ده کړې او که يې کړې هم وي، دولت به ورته بوديجه نه لري.

دی وايي، دولت له ټولو کډوالو سره يو ډول مرسته کوي، او هيچا ته په واسطه مرستي نه ورکوي.

کډوال پر داسي وخت شکايت کوي، چي په کندهار کي د کډوالو چارو رياست نه نوی رئیس دوست محمد ناياب وټاکل سو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...