راپور: مهتمم صالح بل خوا صنعت کاران وايي، دوی هڅه کوي، چي په ښه کیفيت سره تولید بازار ته وړاندي کړي ځکه خو بیه یې لوړیږي. د کندهار د صنايعو او معدنونو خوني مسولين وايي، د برېښنا نشتون او د دولت لوړه ماليه، هغه لوی لاملونه دي، چي د وطني تولیداتو بیه یې د بهرنيو توکو په پرتله بیي لوړه ...
Read More »روزګان: پر نهه کلن ماشوم تر تښتولو وروسته جنسي تیری هم سوی
راپور: اجمل وصال د روزګان ملي امنیت ریاست یو نهه کلن ماشوم تیره ورځ مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کي د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی. تښتونکو څو ورځي مخکي دغه هلک له یوه هوټله تښتولی او بیا یې جنسي تیري هم پر کړی دی. تښتول سوی ماشوم او د هغه پلار د عدالت غوښتنه کوي. د روزګان د ملي ...
Read More »په هلمند ولایت کي د سیمه ایزي اوردو د جوړیدو لومړۍ جوپه له زده کړو فارغه سوه
راپور: جواد داوري د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کي د سیمه ایزي اردو په نوم نوي ځواک د پاره د هلمند د مرکز او ولسوالیو څخه ځوانان انتخاب سوي او بیا په خپله سیمه کې په دنده ګمارل کیږي. د هلمند امنیتي چارواکي وايي دغه ځواکونه هم د ملي اردو د نورو سرتیرو په شان حقوق او امتیازات لري. ...
Read More »د روزګان والي: په کلیوالي سطحه خدماتو وړاندي کولو ته چمتو یو
د روزګان والي وایي، که ولسونه راسره همکاري وکړي، نو ولایتي اداره به په کلیو کي خپلي پرمختیایې پروژي پلي او خلکو ته به د کارکولو زمنیه برابره سي. محمد شفیق اسدالله سعید دغه څرګندوني ددغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست لپاره د نوي ټاکل سوي، ریٔس د پیژندني پرمهال وکړې. انجینر محمد هاشم د روزګان د انکشاف ...
Read More »د افغان خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي قضیو په عاملینو کي افغان حکومت او وسله والي ډلي د فیصدۍ په لحاظ سره نژدې دي
راپور: محمد یار مجروح د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ۲۰۱۸م کال کلني راپور پر اساس د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي قضیو په عاملینو کي افغان حکومت ۳۷ سلنه او دوې وسلوالي ډلي داعش او طالبان بیا ۴۱ سلنه پړه بلل سوي دي. د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) په تیر کال کي پر رسینو بریدونه، د ...
Read More »د کندهار د لويي ویالي سیمي اوسیدونکي وايي، د څښاک د اوبو د نشتون سره مخ دي
راپور: محمد یار مجروخ په کندهار کي د لویي ویالي اوسیدونکي وايي، د څښاک داوبو د نشتون سره مخامخ دي. د یادي سیمي خلګ وايي، اړوند مسولین دي د دوی لپاره د څښاک د اوبو ستونزه حل کړي. دوی وايي، د اوبو نل لیکي لري خو په ورځو ورځو يې اوبه ورڅخه ندي تر لاسه کړي. بلخوا د کندهار د ...
Read More »په هلمند کي د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي امنیت او د مافیايي ډلو مخنیوی غواړي
راپور: جواد داوري ګرشک ولسوالۍ د کابل هرات پر عمومي لاره پرته ده د ستراتیژیک موقعیت له اړخه له مهمو سیمو شمیرل کیږي خو لکه چي ښايي دولت دومره پاملرنه نه ده ورته کړي. د ګرشک ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي د زور واکانو له شتون څخه سرټکوي د هلمند ولایتي اداري څخه غواړي چي پراخ اصلاحات راولي تر څو خلک په ...
Read More »د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وايي، په شاولیکوټ میوند او ځینو نورو ولسوالیو کي په روانو عملیاتو کي لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
راپور: په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اوردو سرپرست او د لوی درستیز مرستیال د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د شاه ولیکوټ په ځنګل او دغه راز په میوند کي د وسله والو اته ډیپوګان له منځه وړل سوي او لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امینیتي چارواکي وایي، د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د ...
Read More »د کندهار ښاریان وايي، ښاروالي دي د ژمي له راتګ وړاندي هغو ستونزو ته پاملرنه زیاته کړي چي د اورښتونو پر مهال رامنځ ته کیږي
ښایان زیاتوي چي په ژمي کي د اورښتونو پر مهال خلګو ته زیاتي ستونزي پيښیږي. بلخوا د کندهار ښاروالۍ وايي، له تیري يوې میاشتي راهیسي یې دیادو ستونزو لپاره کار پيل کړی دی. د کندهار ښاریان وايي، ښاروالي دي د ژمي له راتګ وړاندي هغو ستونزو ته پاملرنه زیاته کړي چي د اورښتونو پر مهال رامنځ کیږي. دوی وايي، ښاروالي ...
Read More »د کندهار پوهنتون مسؤلین وايي، خصوصي پوهنتونونه دي د پيسو د ګټلو پر ځای د درسي کیفیت لوړولو برخي ته پام وکړي
راپور: محمد یار مجروح مسؤلین وايي، د لوړو زده کړو خصوصي موسیسې درسي معیار او د دولتي نصاب تطبیق ته خاصه پاملرنه نده کړې. تر دې وړاندي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت خبرداری ورکړی وو چي که د لوړو زده کړو خصوصي موسیسې درسي معیار پوره نکړي وبه تړل سي. عام خلګ وايي، په افغانستان کي اکثره د ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون