راپور: جواد داوري
د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کي د سیمه ایزي اردو په نوم نوي ځواک د پاره د هلمند د مرکز او ولسوالیو څخه ځوانان انتخاب سوي او بیا په خپله سیمه کې په دنده ګمارل کیږي.
د هلمند امنیتي چارواکي وايي دغه ځواکونه هم د ملي اردو د نورو سرتیرو په شان حقوق او امتیازات لري.
له لویه سره د ملي اردو په لیکو کې د هلمند ځوانانو شمیر ډیر کم او بیخي په نشت حساب دي.
د ملي دفاع وزارت څو ځلي د عامه پوهاوي پروګرامونو له لوري هڅه وکړه تر څو د هلمند ځوانان په ملي اردو کي جذب کړي بیا هم د سخت پروسیجر او د زیاتو ضمانتونو له امله ځوانان نه حاضریدل چې د دفاع وزارت په چوکاټ کي د امنیتي ځواکونو لیکو ته زړه ښه کړي خو په دي وروستي پروسه کي چي د محلي اردو تر نامه لاندي ده په لومړۍ جوپه کي ټول د هلمند ځوانان جذب سوي دي او ویل کیږي امنتیازات يي هم تر پولیسو لوړ دي.
په هلمند کي د ۲۱۵م میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادی ترین وايي دغه ځوانانو جلب او جذب په قول اردو کیږي او تعلیم او تربیه يې هم په دي همدي ځاي کي ترسره کیږي تر زده کړو وروسته په خپله سیمه کې په دنده ګمارل کیږي.
هغه ځوانان چې تازه له زده کړو فارغه سوي دي خوښ بریښي چي د ملي اردو لیکو ته راغلي دي.
دوي مناسبه نظامي زده کړه يې ترلاسه کړې ده او کولاي سي د خپلي سیمي امنیت په ښه ډول کابو کړي.
دوی وايي وړاندي يې فکر کاوه چي د ملي اردو په لیکو کي دوی نه سي جذب کیداي له همدي امله يې پولیسو او نورو ځواکونو کي دندي اجرا کړې دي.
د ۲۱۵م میوند قول اردو چارواکي وايي د محلي اردو تر څنګ دفاع وزارت شاوخوا ۸۰۰ بریدملانو او سربازارنو سهمیه ورکړي تر څو د هلمند ځوانان پکښي جذب سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون