روزګان: پر نهه کلن ماشوم تر تښتولو وروسته جنسي تیری هم سوی

راپور: اجمل وصال

د روزګان ملي امنیت ریاست یو نهه کلن ماشوم تیره ورځ مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کي د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.

تښتونکو څو ورځي مخکي دغه هلک له یوه هوټله تښتولی او بیا یې جنسي تیري هم پر کړی دی.

تښتول سوی ماشوم او د هغه پلار د عدالت غوښتنه کوي.

د روزګان د ملي امنیت منصوبین وایي، تیره ورځ یې هغه نهه کلن ماشوم د تښتوونکو څخه ژغورلی، چې درې ورځي مخکې یې له ترینکوټ ښار له یوه هوټله تښتولی و.

د ملي امنیت ریاست یوې سرچینی وویل، دغه ماشوم درې ورځي د تښوونکو په منګلولو کي و او دیادو کسانو لخوا جنسي تیری هم پرې سوی دی.

سرچینه وایي، هلک یې تیره ورځ ترینکوټ اړوند څانګي نومي سیمه کې پیدا کړ، خو تښتونکي ناردک دي او دوی یې د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دې.

د ملي امنیت ریاست دغه ماشوم د رسنیو په حضور کي د هغه پلار ته وسپاره.

د نهه کلن ماشوم پلار چي ددغه ولایت د چورې ولسوالۍ اوسیدونکي او ترینکوټ ښار ته را بې ځایه سوي دي، وایې، زوی یې د خپل ماما سره هوټل کي د شاګرد په توګه کارکاوه، چي نادرک سو.

هغه وایي، دوی د ملي امنیت ریاست په جریان کي واچوه، او هغوی واتوانیدل چي د هغه زوی پیدا او ورته یې وسپاري.

په عمر پوخ سړی د تښتونکو د نیولو او عدالت ته سپارلو غوښتنه وکړه.

تښتول سوی هلک چي خپل نوم نه ښیې رسنیو ته وویل، دو تنو هغه مهال د هوټل له مخي پر موټرسایکل پورته کړ ،کله چي یې اوبه وړلی.

هغه وایي، درې شپي د هغوی سره په بیلابیلو ځایونو کي ساتل کیدی او دغو کسانو ورباندي جنسي تیری هم وکړ.

ماشوم هم له مسٔوولینو د عدالت غوښتنه وکړه.

که څه هم مسوولین وایې، چي دغه ولایت کي د تیرو څو میاشتو په پرتله اوس مهال د تښتونو، غلاو او هدفي وژنو ګراف ټیټ سوی، خو د تښتوني دغه ډول پیښي یوځل بیا د خلکو اندیښني زیاتي کړي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...