راپور: محمد یار مجروخ
په کندهار کي د لویي ویالي اوسیدونکي وايي، د څښاک داوبو د نشتون سره مخامخ دي.
د یادي سیمي خلګ وايي، اړوند مسولین دي د دوی لپاره د څښاک د اوبو ستونزه حل کړي.
دوی وايي، د اوبو نل لیکي لري خو په ورځو ورځو يې اوبه ورڅخه ندي تر لاسه کړي.
بلخوا د کندهار د اوبو رسولو مسؤلین وايي، د لويي ویالي د سیمي لپاره د پاکو اوبو د رسولو پر پلان کار کوي.
د کندهار د پاکو اوبو رسولو رئيس انجینر محمدنادر کاکړ وايي، دلويي ویالي سیمه یې په درې برخو ویشلي چي په یوه برخه کي یې شاوخوا دوه زره کورنیو ته د پاکو اوبو رسول نل لیکي غځولي.
دده په خبره د لویي والې په دوهمه برخه کي به د شاوخوا لس زره کورنیو لپاره معیاري شبکه جوړه کړي او همدارنګه په یاده سیمه کي د۱۱ کوڅو لپاره د پاکو اوبو د نل لیکي غځولو لپاره چاري رواني دي.
د پاکو اوبو رسولو رئیس زیاتوي چي د برېښنا د نشتون د پاکو اوبو پر رسولو اغیز کړي او له همدې امله د ښار ډیری برخو ته پاکي اوبه ندي رسېدلي.
د پاکو اوبو رسولو مسؤلین وايي، د کندهار ښار په ډیری سیمو کي خلګ د اوبو میاشتنی بیل نه تحویلوي، چي به خبره یې خدمات په ښه ډول نه ترسره کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون