د کندهار ښاریان وايي، ښاروالي دي د ژمي له راتګ وړاندي هغو ستونزو ته پاملرنه زیاته کړي چي د اورښتونو پر مهال رامنځ ته کیږي

ښایان زیاتوي چي په ژمي کي د اورښتونو پر مهال خلګو ته زیاتي ستونزي پيښیږي.

بلخوا د کندهار ښاروالۍ وايي، له تیري يوې میاشتي راهیسي یې دیادو ستونزو لپاره کار پيل کړی دی.

د کندهار ښاریان وايي، ښاروالي دي د ژمي له راتګ وړاندي هغو ستونزو ته پاملرنه زیاته کړي چي د اورښتونو پر مهال رامنځ کیږي.

دوی وايي، ښاروالي دي د ښار د سړکونو چرۍ او پاتاوونه پاک کړي تر څو داورښتنو پر مهال خلک له ستونزو سره مخ نسي.

بلخوا د کندهار ښاروالۍ مسؤلین وايي، د یادو ستونزو د مخنیوي لپاره يې له تیري یوې میاشي راهیسي هڅي پيل کړي دي.

د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسیم رضایي وايي، له تیري یوې میاشتي راهیسي یې د ښار په پنځلسو ناحیو کي د ټولو سړکونو د غاړي چرۍ او پاتاونه پاک کړي تر څو د اورښتونو پر مهال خلګ له ستونزو سره مخ نسي.

خو خلک بیا وايي، ښاروالي دي د ښار د اورښتونو د اوبو د کنټرول لپاره خاص تدابیر سر له اوسه ونیسي.

دوی وايي، په کندهار ښار کي ژمني اورښتونه هر کال خلګو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...