راپور:
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اوردو سرپرست او د لوی درستیز مرستیال د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د شاه ولیکوټ په ځنګل او دغه راز په میوند کي د وسله والو اته ډیپوګان له منځه وړل سوي او لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امینیتي چارواکي وایي، د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند سرته د ځنګل په سیمه کي یې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو سرپرست او د لوی درستیز مرستیال د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، په دغه سیمه کي له تیرو ۱۲ کلونو راهیسي عملیات نه وه تر سره سوي چې د وسله والو په یوه لوی مرکز بدله سوې وه.
هغه وايي، په دغه ساحه کي پنځه لوی ډیپوګان له منځه وړل سوي ۴ سوه کیلوګرامه چاودېدونکي مواد او ۵۲۸ کړۍ ماینونه له منځه وړل سوي دي.
ښاغلي حمید زیاته کړه، چې یاده سیمه د جنوب د درو ولایتونو لپاره د وسله والو طالبانو عمده مرکز وو چې د ځانمرګو بریدونو په ګډون به يې د لویو بریدونو لپاره وسله والو پکښې پلانونه جوړول.
هغه وايي، د میوند ولسوالي کي هم عملیات دوام لري او ۳۳ کیلو متره ساحه یې د هلمند او کندهار تر دوراهي پوري له وسله والو څخه پاکه کړې ده.
ده وویل، د میوند په بند تیمور سیمه کي هم درې ډيپوګان او د وسله والو پټنځایونه له منځه وړل سوي دي.
افغان سرتیري هم وايي چې عملیات یې بریالي تر سره کیږي او ډیری ساحې یې تصفیه کړي دي.
دوی ډاډ ورکوي چي له وسله والو څخه پاکي سوي ساحې به بیا د هغوی لاس ته ونه لویږي.
افغان ځواکونو څلور ورځې وړاندې د شاه وليکوټ ولسوالۍ د ځنګل په سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو هدف پراخ پوځي عملیات پيل کړي چې ویل کیږي په دوو ورځو کې به پاي ته ورسیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون