د ملي امنیت لوی ریاست وايي، چي ځانګړو ځواکونو يې په کندهار کي د یوه لوی برید مخه نیولې او ۱۱ تنه يې نیولي دي

ملي امنیت ویلي چي په نیول سوو کسانو کي دوه تنه یې انتحاري برید کوونکي‌ وه.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز پېښه تائیده وي او زیاتوي چي دغه وسله والو غوښتل په کندهار ښار کي بریدونه تر سره کړي.

هغه وايي، چي دغه کسان په کندهار ښار، میوند او شاولیکوټ ولسوالیو کي نیول سوي دي.

امنیتي سرچینې وايي چې یوه اونۍ وړاندې په ‌دې اړه استخباراتي معلومات وو چې د دولت وسله وال مخالفین په ‌دې هڅه کي دي چي یو لوی برید تر سره کړي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...