یوه امریکایي پوځي چارواکي ویلي دي چي له سوریې څخه يې د ځواکونو د وتلو بهیر پیل سوی دی خو د دقیقو شمیرو په اړه یې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.
تر هغه وروسته چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له سوریې څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، واشنګټن داسي بحثونه تاوده سول چي ښايي امریکا دغه کار ترسره نه کړي او د ولسمشر د پریکړي د عملي کیدو د ځنډېدو خبري کيدي.
خو اوس د امریکا په مشرۍ په سوريه کي د داعش ډلي ضد ایتلاف ویاند سین راین، ویلي دي چي له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل سوی دی.
تر اوسه پوري لا په دې اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل سوي چي څومره پوځي وسایط او ځواکونه له سوریې څخه وتلي دي.
له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په داسي حال کي پیلیږي چي ترکیې پر کردي ځواکونو باندي د بریدونو ګواښ کړی دی.
کردان په سوريه کي د داعش پر ضد جګړه کي د امریکا متحد دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون