راپور: محمد یار مجروح
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ۲۰۱۸م کال کلني راپور پر اساس د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي قضیو په عاملینو کي افغان حکومت ۳۷ سلنه او دوې وسلوالي ډلي داعش او طالبان بیا ۴۱ سلنه پړه بلل سوي دي.
د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) په تیر کال کي پر رسینو بریدونه، د وژل سوو خبریالانو کورنیو ته نه پاملرنه او معلوماتو ته نه لاس رسی د خبریالانو پر وړاندي جدي ستونزي یادوي.
د یادي ادارې د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۸م کال کي د رسنیو اړوند د تاوتریخوالي ۱۸۰ پيښي ثبت سوي چي پکښي شل خبریالان وژل سوي او پر ۱۱ رسنیو بریدونه سوي دي.
بلخوا د خبریالانو اړوند یو شمیر بنسټونه وايي، که څه هم د خبریالان اړوند پيښو کي کموالی راغلی خو معلوماتو ته د نه لاس رسي ستونزه پر ځای پاته ده.
د دوی په خبره په جنوب زون کي لاهم خبریالان له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په سختو حالاتوکي کارکوي.
تیر کال په جنوب زون کي د خبریالانو اړوند شاوخوا ۱۵ پيښي ثبت سوي چي پکښي ۲ خبریالان وژل سوي او یو ټپي سوی هم دی.
که څه هم افغان حکومت رسنیو ته د معلوماتو پر ورکړي او د خبریالانو د ژوند ساتلو په برخه کي ټنګار کوي خو بیا هم هر کال په افغانستان کي د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي پيښو کي زیاتوالی راځي چي ډیری وخت يې عاملین خپله د حکومت لوړپوړي چارواکي بلل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون