د پاکستان په بلوچستان کي پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلوچستان ایالت په لورالایي کي د نامعلومو وسله والو په ډزو د امن تنظیم مشر وژل سوی او څلور نور ټپیان سوي دي.

د بلوچستان ایالت چارواکو ویلي، نوموړی له خپلو نورو ملګرو سره په موټر کي روان و چي نامعلومو وسله والو پري ډزي وکړې. د چارواکو په خبره، په دغو ډزو کي د امن ټولني مشر چي د ایدهي خیریه بنسټ رضاکار هم و، ځای پر ځای وژل سوی او څلور نور ملګري یې ټپیان دي. عیني شاهدان وایي، د امن ټولني مشر غوښتل چي په لورالایي کي د روانې ناامنۍ خلاف سبا سھار جلسه او احتجاج وکړي. پر نوموړي د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...