د هندوستان پوځ وايي، د هند تر ولکې لاندي کشمير کي د جګړې له کبله، د هند د هوايي ځواک دوه کومانډو پوځيان او دوه مشکوک سخت دريځي وسلهوال وژل شوي دي. جګړه هغه وخت پيل شوه، چي سرتېرو د افراطي وسلهوالو د پيدا کولو لپاره په شمالي ښارګوټي هاجين کي يوه سيمه کلابنده کړه. دا پېښه په داسي حال ...
Read More »سوريه: د روسۍ الوتکي د اوښتو په پېښه کي دوه پيلوټان وژل سوي دي
په سوريه کي د پرواز له کرښي د روسيې د يوې جنګي الوتکي د اوښتو په پېښه کي د الوتکي پيلوټان مړه شوي دي. روسي رسنيو د دې هېواد د دفاع د وزارت په حواله ويلي چي دا پېښه په حميم پوځي اډه کي هغه مهال وشوه، کله چي يوه سوخوي ۲۴ ډوله جيټ الوتکه چي په جنګي ماموريت روانه ...
Read More »کلفورنيا: د انګورو په باغونو کي اور ۱۰ کسان وژلي دي
د امريکا د کلفورنيا ايالت د شمال د انګورو په بڼونو کي اور ۱۰ کسان وژلي دي. سيمه ييز چارواکي وايي، دې اور چي سخت باد لمن ورته وهله، نږدې ۲۰ زره کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ او د سيمي سلګونه کورونه او شرکتونه يې ويجاړ کړل. د کلفورنيا والي جيري براون«Jerry Brown» د دې ايالت د شمال په ...
Read More »باب کروکر: ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي
د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ جمهوري پال مشر باب کروکر وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ممکن متحده ايالتونه د دريم نړيوال جنګ لارې ته ورسوي. ښاغلي کروکر زياتوي، ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي او په سپينه ماڼۍ کي کارکوونکي د هغه د پېزوانولو مهارولو هڅه کوي. د خپل ...
Read More »ترکيه: امريکا سفارت له کډوالۍ پرته د ټولو وېزو صادرول بند کړي دي
په ترکيه کي د امريکا متحده ايالتونو ډيپلوماټيک ماموريت وايي، په دغه هېواد کي يې امريکا ته له کډوالۍ پرته د ټولو ويزو صادرول بند کړي دي. دا کار په ترکيه کي د امريکا د کونسلګرۍ د يوه کارکوونکي تر نېول کېدو وروسته سوی دی. په انقره کي د امريکا سفارت ويلي دي، چي د څو ورځو پېښو دا سفارت ...
Read More »پېښور: د (ډينګي) تبي له امله ۵۰ کسان مړه سوي دي
د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کي لا هم د ډينګي تبه خپره ده او د روغتيا د صوبايي ادارې په وينا، په خيبر پښتونخوا کي له تېري نږدې يوې نيمي مياشتي راهيسي ددغي مرګوني تبې له امله، د مړو شمېر۵۰ ته رسېدلی دی. د يادي ادارې لخوا رسنيو ته په ورکړل سوو معلوماتو کي ...
Read More »د امريکا ولسمشر پلان لري، چي د ايران له اټومي هوکړي ووځي
امريکايي رسنۍ وايي، چي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري، چي ژر د ايران له اتومي هوکړي ووځي. که نوموړي هوکړه تاييد نه کړه، د امريکا کانګريس به پر ايران د اقتصادي بنديزونو لګولو پرېکړه کوي. ولسمشر ټرمپ د اکتوبر تر ۱۵ پوري وخت لري، چي په دې اړه پرېکړه وکړي. تېر کال د ټاکنيز کمپاين پر مهال نوموړي له دغي ...
Read More »امريکا سعودي عربستان ته د بالستيک توغنديو ضد سيسټم ورکوي
د امريکا حکومت سعودي عربستان ته د بالستيک توغنديو ضد “تاد” سيسټم په ورکولو هوکړه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان به د دغه سيسټم په مقابل کي واشنګټن ته ۱۵ ميليارد ډالر ورکوي. ددغه سيسټم نصبولو هدف د امريکا د ملي امنيت او د بهرني سياست د ګټو خونديتوب ښودل شوی. ياد وزارت وايي، ...
Read More »د بنګله دېش په ساحلي سيمو کي د برمايي مهاجرو کښتۍ ډوبه سوې ده
د بنګله دېش ساحلي ساتونکي او چارواکي وايي، لږ تر لږه ١٢ تنه هغه وخت مړه او په لسګونو نور لادرکه سول، چي د روهنيګيا کډوالو يوه کښتۍ چي له برما څخه بنګله دېش ته روانه وه، په سيند کي نسکوره شوه. د بنګله دېش د سرحدي ساتونکو يوه مقام عبدالجليل پرون دوشنبه وويل، تېره شپه د کښتۍ له نسکورېدو ...
Read More »پاکستان: د نواز شريف زوم د فساد د دوسيو په تړاو ونيول سو
د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شريف زوم په پاکستان کي د فساد ضد چارواکو لخوا، د فساد د دوسيو په تړاو ونيول سو. د کابينې غړي طلال چوهدري وويل، محمد صفدر پرون دوشنبه سهار له لندنه د اسلام اباد هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، ونيول شو. صفدر څو ساعته مخکي تر دې، چي دی او مېرمن يې، ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون