د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شريف زوم په پاکستان کي د فساد ضد چارواکو لخوا، د فساد د دوسيو په تړاو ونيول سو.
د کابينې غړي طلال چوهدري وويل، محمد صفدر پرون دوشنبه سهار له لندنه د اسلام اباد هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، ونيول شو. صفدر څو ساعته مخکي تر دې، چي دی او مېرمن يې، مريم نواز د فساد ضد په يوه محکمه کي راڅرګند سي، نيول کيږي.
د نواز شريف لور، زوم او دوه زامن يې د فساد له هغو تورونو سره مخامخ دي، چي د پانامه په نوم اسنادو کي افشا سوي وه، چي شريف او د کورنۍ غړي يې له هېواده بهر پټه شتمني لري. شريف تېره جولای مياشت، له خپلي دندي لېري سو، خو هغه وايي، کوم غلط کار يې نه دی کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون