اجرائيه رئيس: په تيرو څو اوونيو کي د کابل-ډهلي ترمنځ سوداګري زياته سوې ده

خبريال: جاويد احمد (سمسور)

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، د هند سره په نږدې تيرو څو اوونيو کي سوداګري زياته سوې ده.

اجرائيه رئيس د وزيرانو شورا په غونډه کي د سالنګ لويي لاري، د امريکا د نوي ستراتيژۍ او د ناټو د مرستو د دوام په اړه خبري وکړې او دغه راز د ټاکنو په اړه يې ډاډ ورکړ، چي په ښه ډول به ترسره کيږي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا په غونډه کي د هند او افغانستان د سوداګرۍ ترڅنګ په ځينو نورو مهمو مسايلو هم خبري وکړې. هغه وويل، د ژمۍ په رانږدې کيدو سره د سالنګ لاره بايد ترميم سي، ترڅو بيا ډېري پيښي رامنځ ته نه سي. ده دغه راز په افغانستان کي د نړيوالي ټولني د مرستي په اړه وويل، چي ياده مرسته به د افغانستان سره دوام ولري.

اجرايه رئيس وويل، د هند او افغانستان تر منځ سوداګري په دې وروستيو کي زياته سوې ده او يوازي د تېري اوونۍ راهيسي د شاوخوا دوه سوه پنځوس ميليونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه سوې ده.

هغه وويل، د هند سوداګر هم غواړي، د افغان سوداګرو سره ښې اړيکي ولري، ترڅو سوداګري نوره هم زياته سي. ښاغلي عبدالله وويل، د سوداګرۍ په برخه کي به افغانستان هر ډول اسانتياوي رامنځ ته کړي.

اجرايه رئيس دغه راز وويل، د ټاکنو لپاره پوره تدابير نيول سوي دي او افغان حکومت تعهد لري، چي شفاف او د تېر په پرتله به ښه انتخابات ترسره کيږي. عبدالله عبدالله تېره ورځ د هند او افغانستان د سوداګريزو اړيکو د لا پراختيا لپاره په کابل کي د هند له سفير سره هم کتلي وه او د سوداګرۍ پر لا پراختيا يې ټينګار کړی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...