پېښور: د (ډينګي) تبي له امله ۵۰ کسان مړه سوي دي

د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کي لا هم د ډينګي تبه خپره ده او د روغتيا د صوبايي ادارې په وينا، په خيبر پښتونخوا کي له تېري نږدې يوې نيمي مياشتي راهيسي ددغي مرګوني تبې له امله، د مړو شمېر۵۰ ته رسېدلی دی.

د يادي ادارې لخوا رسنيو ته په ورکړل سوو معلوماتو کي راغلي دي، چي د مړو شمېر تېره يکشنبه هغه وخت ۵۰ تنو ته ورسېد، چي د پېښور په ځينو روغتونونو کي ۲ نورو ناروغانو د همدې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د يادې ادارې د ډينګي د مخنيوي څانګي د معلوماتو له مخي، دا مهال د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو روغتونونو کي نږدې ۳۵۵ کسان چي په دغي ناروغۍ اخته دي، تر درملني لاندي دي، چي د ډېرو روغتيايي وضعيت ډاډمن بولي.

د ډاکترانو په وينا، ډينګي يوه خطرناکه تبه ده، چي د يوې ځانګړي غوماشي د چيچلو له امله رامنځ ته کيږي او که د ناروغ پر وخت درملنه ونه شي، نو له خولې او پوزي يې د ويني بهېدل پيلېږي او ناروغ د مرګ حالت ته رسوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...