په سوريه کي د پرواز له کرښي د روسيې د يوې جنګي الوتکي د اوښتو په پېښه کي د الوتکي پيلوټان مړه شوي دي.
روسي رسنيو د دې هېواد د دفاع د وزارت په حواله ويلي چي دا پېښه په حميم پوځي اډه کي هغه مهال وشوه، کله چي يوه سوخوي ۲۴ ډوله جيټ الوتکه چي په جنګي ماموريت روانه وه، له کرښې ووته او د الوتکي پيلوټان ونه توانېدل چي ځانونه بهر وباسي. په سوخوي ۲۴ ډوله جنګي الوتکه کي دوه پيلوټان دي. روسيې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کي په سوريه کي د دې هېواد د حکومت پر ملاتړو وسله والو ياغيانو هوايي بريدونه پيل کړل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون