راپورونه

محمد الله خان: کانټېنري موټرانو ته موقت اسناد ورکول کيږي

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار د ترافيکو چارواکي ټول هغه بې اسناده موټران چي د افغانستان لاس وي، د شپږو مياشتو لپاره موقت اسناد ورکوي. دغه راز دوی وايي، په کندهار کي يې د بې اسنادو کانټېنري موټرانو پر تګ راتګ بنديز لګولی دی. بل خوا د کندهار موټر خرڅونکي د حکومت پر ژمنو بې باروه دي او وايي، ...

Read More »

ځوانان: که د کندهار-روزګان لويه لاره جوړه نه سي، لاريونونه به وکړي

خبريال: اجمل (وصال) د روزګان ولايت مدني فعالينو او ځوانانو پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چي د تيرو ۱۶ کلونو راهيسي يې ددغه ولايت او کندهار ترمنځ د لويي لاري په جوړيدو کي پاته راغلی، چي له امله يې مسافرين د تګ پرمهال ګڼي ستونزي ګالي. دغو ځوانانو چي له ځان سره يې ګڼ شعارونه هم ليږدول، د څوساعتونو لپاره ...

Read More »

هرات: د امنيتي خبرو اترو شپږم نړيوال کنفرانس بې پايلي پای ته ورسېد

خبريال: عبدالرحمن (کاکړ) په هرات کي د امنيتي خبرو اترو شپږم نړيوال کنفرانس په داسي حال کي پای ته ورسيدی، چي ګډون کوونکي يې بې پايلي او د وخت ضايعه کيده بولي. ددوی په وينا دغه کنفرانس هرکال جوړيږي، خو کومه عملي پايله يې نه ده لرلې، دا شپږم کال دی، چي هرات کي د امنيتي خبرو اترو  نړيوال کنفرانس ...

Read More »

تريوه کال وروسته د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي عمليات پيل سوه

خبريال: جواد (داوري) امنيتي چارواکي وايي، د نادعلي ولسوالۍ عمومي لار يې د لښکرګاه ښار سره وصل کړې ده، امنيتي ځواکونه د ماينونو په خنثی کولو او د سيمي په تصفيه کولو بوخت دي. پر همدې مهال د سيمي اوسيدونکي د عملياتو څخه خوښ دي او وايي، پس له يوه کاله خپلو کورونو او مځکو ته ستنيږي. شاوخوا يو کال ...

Read More »

بغلان: د يوه سيمه ييز ټلوېزيون پر مشر وسله والو بريد کړی دی

خبريال: نور ګل (اندړوال) په بغلان ولايت کي د يوه سيمه ييز تلويزيون پر مشر تېر ماښام ناپيژنده وسلوالو حمله کړې ده، چي خپله پکي ټپی شوي او يو ساتونکي يې وژل شوی دی. شيرمحمد جهش په بغلان کي د سيمه ييز تلويزيون مشر ادعا لري، چي ياد بريد په ولسي جرګه کي د بغلان د خلکو استازي عاشق الله ...

Read More »

کندهار: د کثيرالرشتوي انسټيټوت د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

خبريال: محمد يار (مجروح) د کندهار د پوهني رياست لخوا په کندهار کي د کثيرالرشتوي انسټټيوټ د تعمير د بنسټ ډبره کښيښودل سوه. د پوهني رياست مسوولينو به وينا په ياد مرکز کي به د کندهار تر څنګ د نورو ولايتونو محصلين هم زده کړي کوي. کندهار والي دا يو پر ځای او ښه ګام بولي او وايي، چي د ...

Read More »

د کندهار اوسيدونکي: حکومت دي د ملکي خلکو کورونه او دوکانونه نه نړوي

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار اوسېدونکي وايي، د يو شمېر خلکو کورونه د دولتي مځکو او ماسټر پلان په نوم له منځه وړل کيږي، خو په بدل کي يې هغوی ته هيڅ نه ورکول کيږي. خلک وايي، حکومت مخکي له مخکي خلکو ته خبر ورکړی، چي پر دولتي مځکو غير قانوني ودانۍ جوړي نه کړي. کندهار ښاروالۍ په دې ...

Read More »

د کندهار روغتيا رياست روغتونونه او لابراتوارونه د غير معياري فعاليت له امله جريمه کړي دي

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار عامي روغتيا رياست مسولين وايي، د هغو طبي لابراتوارونو مسوولين يې جريمه کړي دي، چي غير معياري فعاليت يې کاوه. د مسولينو په خبره په کندهار کي لسګونه خصوصي طبي لابراتوارونه فعاليت لري، خو يو شمېر يې پر معيار برابر نه دي. د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکتر محمد عظيم زمريال وايي، چي ...

Read More »

د لښکرګاه اوسېدونکي غواړي د برېښنا په بيل کي يې کمښت راسي

خبريال: جواد (داوري) د هلمند د برېښنا رئيس وايي، ددې ولايت اوسېدونکي غوښتنه لري، چي د برېښنا تعرفه يې کمه سي او دوی هڅي پيل کړي دي، چي د هغوی دا غوښتنه تر مرکزي چارواکو ورسوي. هلمند کي د برېښنا لوړ لګښت او د خلکو ټيټ اقتصاد ستونزه رامنځ ته کړې ده، خلک برېښنا ته سخته اړتيا لري، خو د ...

Read More »

د کندهار ولايتي شورا رئيس ژېړۍ ته د پوهنيز بهير د ارزولو په موخه سفر وکړ

خبريال: سيد حميد (هاشمي) د کندهار ولايتي شورا رئيس او غړي پرون چهارشنبه ژېړۍ ولسوالۍ ته د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه تللي وه. د ولايتي شورا رئيس وايي، په دغه ولسوالي کي اوس هم ښوونيز بهير له ستونزو ډک دی او ډېر زده کوونکي له زده کړو محرومه دي. د ژېړۍ ولسوال هم په ښوونيزه برخه کي پرتې ...

Read More »