تريوه کال وروسته د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي عمليات پيل سوه

خبريال: جواد (داوري)

امنيتي چارواکي وايي، د نادعلي ولسوالۍ عمومي لار يې د لښکرګاه ښار سره وصل کړې ده، امنيتي ځواکونه د ماينونو په خنثی کولو او د سيمي په تصفيه کولو بوخت دي.

پر همدې مهال د سيمي اوسيدونکي د عملياتو څخه خوښ دي او وايي، پس له يوه کاله خپلو کورونو او مځکو ته ستنيږي. شاوخوا يو کال وروسته د هلمند نادعلي ولسوالي کي امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي، چي ددې عملياتو سره د بهرنيو ځواکونو هوايي کومک هم ملتيا کوي.

د سيمي اوسيدونکي، چي تازه خپلو کورونو او کليو ته ستانه سوي دي، وايي، مځکي يې شاړي پاته وې او کورونو کي يې د جګړې سنګرونه جوړ سوي وه. دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چي د کورونو او سړکونو په جوړېدو کي يې ورسره مرسته وکړي.

دوی زياتوي، تراوسه يې کلي په بشپړ ډول له ماينونو نه دي پاک سوي. پر همدې مهال سرحدي پوليس چي ددې عملياتو ډيره برخه يې په غاړه ده، وايي، د جګړې تهديد چنداني نسته، سرتيري کوښښ کوي، په عمومي لارو،کوڅو کي د خلکو له کورونو څخه د ماينونو خطر له منځه يوسي.

دوی زياتوي، په نادعلي ولسوالي کي وسله والو طالبانو د جګړې قوي مرکزونه جوړ کړي وه. تر ناوې ولسوالي وروسته نادعلي لښکرګاه ته تر ټولو نژدې ولسوالي ده، چي ډېري سيمي يې د وسله والو طالبانو تر حاکميت لاندي وې.

امنيتي چارواکي کوښښ کوي، تر عملياتو وروسته په سيمه کي امنيتي پوستې جوړي کړي، ترڅو د بيا سقوط مخنيوی يې وسي. امنيتي چارواکي وايي، په دې عملياتو کي دوی ته تلفات نه دي اوښتي او ملکي وګړو ته هم ځاني زيان نه دی رسېدلی. په نادعلي ولسوالي کي د پيل سويو عملياتو په اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...