بغلان: د يوه سيمه ييز ټلوېزيون پر مشر وسله والو بريد کړی دی

خبريال: نور ګل (اندړوال)

په بغلان ولايت کي د يوه سيمه ييز تلويزيون پر مشر تېر ماښام ناپيژنده وسلوالو حمله کړې ده، چي خپله پکي ټپی شوي او يو ساتونکي يې وژل شوی دی.

شيرمحمد جهش په بغلان کي د سيمه ييز تلويزيون مشر ادعا لري، چي ياد بريد په ولسي جرګه کي د بغلان د خلکو استازي عاشق الله وفا او په بغلان کي د ولايتي شورا غړي حيات الله وفا چي دواړه سره وروڼه دي، د دوی له لوري پلان شوي وو.

په ورته وخت کي بيا د بغلان د ولايتي شورا غړي حيات الله وفا دا خبري بې بنياده بولي. تېره شپه په بغلان کي د يوه سيمه ييز تلويزيون پر مشر باندي د کور په وره کي ناپيژنده وسله والو بريد ترسره کړ.

جهش وايي، له دې وړاندي په ولسي جرګه کي د بغلان د خلکو استازي له لوري ورته ګواښونه شوي وو او دا ځل يې د ورور چي په بغلان کي د ولايتي شورا غړی دی، دوی دواړو زما د وژلو پلان نيولی وو، خو تېره شپه د دوی لخواه په پلان شوې پېښه کي زه ټپي او زما يو ساتونکي ووژل شو.

هاخوا بيا خبريالان له دې وضعيت څخه اندېښنه څرګنده وي او وايي، ناقانونه کسان بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي. په ورته وخت کي بيا په بغلان کي د ولايتي شورا غړي حيات الله وفا د شير محمد جهش دا خبري بې اساسه بولي.

بريد کوونکي لاتر اوسه نه دي نيول شوي، خو د بغلان امنيه قومنداني وايي، په دې تړاو يې پلټني پيل کړي او مجرمين به نيسي او قانون منګلو ته به يې سپاري.

شير محمد جهش وايي، دا لومړی ځل نه دی، چي نوموړی په ولسي جرګه کي د بغلان د خلکو استازي عاشق الله وفا له لوري ګواښوال کيږي، بلکي له دې واړاندي هم په وار وار سره د مرګ تر کچي پوري ګواښول شوی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...