راپورونه

د روزګان په مرکز ترینکوټ کي یو ځل بیا پوځي عملیات پیل سوي

راپور: اجمل وصال مسٔوولین وایي، د نصرت په نوم چاڼیز پسرلني عملیات د تیرو څو ورځو راهیسي د مرکز ترینکوټ په شمال لودیځ سیمه کې پیل سوي، چي د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلي ترڅنګ ګڼي سیمي هم تر دولتي  حاکمیت لاندي راغلي. د روزګان مرکز ترینکوټ تر ځنډ وروسته یوځل بیا د جګړې په تود ډګر بدل ...

Read More »

په کندهار کي له هرو لس زرو انجونو څخه یوازي یوه يې له دولسم ټولګي څخه فارغه کیږي

راپور: سید حمید هاشمي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د ښووني او روزني په یوه مطبوعاتي غونډه کي د پوهني پر کمزورۍ او شاته پاته وضیعت اندیښنه وښودل او وویل، چي یو شمیر کسان د خیالي ښوونکو په نامه میلینونه افغانۍ شخصي جیبونو ته اچوي. هغه وویل، په دې برخه کي ولایتي اداره جدي هڅي کوي خو د ...

Read More »

د چاپيریال ساتني اداره وايي، په کندهار کي يې د هوا د ککړتیا مخه تر ډیره نیولې ده

د یاد ریاست مسٔوولین وايي، د لرګیو پر ځای د ګازو د استعمال دود او د خښتو پخولو د کرو لیري سیمو ته په انتقال سره په دغه ښار کي هوا د پخوا په نسبت پاکه ده. بلخوا د ښاروالۍ مسٔوولین وايي، سږ کال به د یو خاص پلان له مخي تر ۷۰ زرو نیالګي کښينوي چي د هوا په ...

Read More »

کندهارۍ اصله موسیقي له زوال سره مخامخ ده

راپور: بشیر احمد فیضان د هنر او موسیقۍ پراخه لمن د غني کیدو په حال کي ده خو اصله کندهارۍ موسقي بیا د اوسني عصر موسیقي له امله د زوال سره مخ ده. که څه هم په کندهار کي د خلکو لیوالتیا له موسیقي سره پراخه سوې خو پخوانۍ کلاسیکه موسقۍ پیکه ښکاري. دغه موسیقي چي پخوا يې ځانګړی نوم ...

Read More »

په ننګرهار کي دپښتورګو روغتون ته دپاکستان هیواد په مالي لګښت دپنځه نیم میلیونه امریکا يي ډالرو په ارزښت عصري ماشین الات وسپارل سول

راپور: میلاد حمیدي د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چي اوس نو اړتیا نسته چي دپښتورګو ناروغان پاکستان یانورو بهرنیو هیوادونوته ددرملني لپاره ولاړسي. دپښتوروګو داروغتون په ۲۰۱۶ کال کي دپاکستان هیواد په مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو. دعامي روغتیا روغتون دمسؤلینو په وینا د دې روغتون تجهیز په دري برخو ویشل سوی چي د روغتون ودانۍ  ...

Read More »

د افغانستان د سولي او امنیت په اړه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي نړیواله دوه ورځنۍ غونډه

راپور: محمد یار مجروح د نظر خاوندان د تاشکند غونډي او د سولي یاد اقدام ته په نیکه سترګه ګوري خو وايي، چي د افغان سولي د بریالیو مذاکراتو لپاره باید د افغان حکومت مخالف لوري ته هم په دې غونډه کي بلنه ور کړه سوې وای. د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، د تاشکند په کنفرانس کي به ...

Read More »

د سولي په برخه کي ښځو ته عامه پوهاوی

د افغانستان د سولي عالي شورا غواړي د سولي په برخه کي د جګړه ځپلو سیمو میرمنو ته عامه پوهاوی ورکړي او په دې برخه کي یې د هر ولایت لپاره د میرمنو لس کسیزه او دولس کسیزه شبکه هم جوړه کړې. د افغانستان د سولي د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وایي، چي د سولي پروسې د غځولو او ...

Read More »

په هلمند کي د وروستي خونړي بريد په غبرګون کي ولسي خلکو د اعتراض په ډول خيمې درولي دي

راپور: جواد داوري دغه کسان او د مدني ټولونو غړي چي د بريد په ځاى کي يې خيمې درولي دي له وسله والو طالبانو غواړي چي سولي ته غاړه کښيږدي او نور جنګ ته د پاى ټکى کښيږدي. دوى وايي، که څه هم ددې بريد مسؤليت تر اوسه کومي ډلي ندى منلى خو د طالبانو په نامه هر کس خپلو ...

Read More »

د کندهار ولایتی شورا وايي، چي په خاکریز ولسوالۍ د افغان ځواکونو په عملیاتو کي ملکي خلکو ته زیان اوښتی

راپور: سید حمید هاشمي څو ورځي مخکي  افغان ځواکونو د خاکریز لاري د خلاصولو په موخه تصفیوي عملیلت وکړه، چي پر مهال يې د یو شمیر وسوالو د وژلو خبر هم ورکړی وو. د کندهار ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال وايي، چي په خاکریز ولسوالۍ کي د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي او ...

Read More »

د کندهار د روغتیا مسٔوولین وايي، ځیني کړۍ غواړي چي د روغتیا په برخه کي ستونزي رامنځ ته کړي

راپور: محمد یار مجروح پر ټولنیزو رسنیو داسي عکسونه خپاره سوي، چي لیکونکي يې ادعا کوي چي د کندهار په روغتونونو کي د ښځینه ناروغانو سره د زیږون پر مهال ناسم چلند کیږي. بلخوا د کندهار د روغتیا مسٔوولین وايي، په هیڅ روغتون کي داسي پېښه نه ده رامنځ ته سوې دوی وايي، ستونزي خپله  ناروغانو رامنځ ته کړي دي. ...

Read More »