د یاد ریاست مسٔوولین وايي، د لرګیو پر ځای د ګازو د استعمال دود او د خښتو پخولو د کرو لیري سیمو ته په انتقال سره په دغه ښار کي هوا د پخوا په نسبت پاکه ده.
بلخوا د ښاروالۍ مسٔوولین وايي، سږ کال به د یو خاص پلان له مخي تر ۷۰ زرو نیالګي کښينوي چي د هوا په پاکوالي کي به ډیره مرسته وکړي.
که څه هم د چاپيریال ساتني اداره په کندهار ښار کي د هوا د ککړتیا د کنټرول خبره کوي خو عام کسان وايي، اوس هم په ښار کي زاړه ماشین لرونکي موټر چلیږي او له داسي ماشینونو څخه استفاده کیږي چي په زیاته اندازه دود تولیدوي او د ښار هوا يې ککړه کړې ده.
د کندهار د چاپيریال ساتني سرپرست عبدالحبیب صمیم وايي، د ښار په صالونونو، هوټلونو، حمامونو او نانوایانو کي يې د لرګیو پر ځای د ګازو استعمال دود کړی چي په خبره يې تر ډیره د هوا د ککړتیا مخه نیول سوې ده.
دی همدا راز زیاتوي، چي د خښتو کرې يې هم له ښار څخه لیري سیمو ته انتقال کړي دي.
پر همدې مهال د کندهار ښاروالۍ مسٔوولین وايي سږ کال به په دغه ښار کي تر ۷۰ زرو پوري نیالګي کښینوې، چي د هوا په پاکوالي کي به مرسته وکړي.
د کندهار ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضايي وايي سږ کال د یو خاص پلان له مخي په ښار کي نیالګي کښینوي او د نظارت او اوبه کولو لپاره يې کسان ګمارلي تر څو د نیالګیو ساتنه په ښه ډول وسي او ښار زرغون سي.
دی وايي، عام کسان تر ډیره پوهیدلي او له ښاروالۍ سره د نیالګیو په ساتلو کي مرسته کوي.
بلخوا عام کسان وايي، ښاریان مکلف دي چي د ښاروالۍ سره د نیالګیو په روزلو کي مرسته وکړي.
د دوی په نظر نیالګي کښینول هوا پاکوي او د ښار د ښکلا سبب ګرځي.
خامه سړکونه، په ښار کي د زیاتو زړو موټرو شتون، د برېښنا نشتون، د ډبرو سکرو او لرګیو استعمال، د شنې سیمي کمښت او ورځ تر بلي د نفوس زیاتوالی هغه لاملونه دي چي په کندهار کي يې تر هر وخت زیاته هوا ککړه کړې او هره ورځ په لسګونو ناروغان د تنفوسي ناروغیو له امله روغتونونو ته د درملني لپاره مراجعه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون