د کندهار ولایتی شورا وايي، چي په خاکریز ولسوالۍ د افغان ځواکونو په عملیاتو کي ملکي خلکو ته زیان اوښتی

راپور: سید حمید هاشمي

څو ورځي مخکي  افغان ځواکونو د خاکریز لاري د خلاصولو په موخه تصفیوي عملیلت وکړه، چي پر مهال يې د یو شمیر وسوالو د وژلو خبر هم ورکړی وو.

د کندهار ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال وايي، چي په خاکریز ولسوالۍ کي د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي او د هغوی کورونه له منځه وړل سوي دي.

د ولایتي شورا ریٔس وايي، چي د خاکریز ولسوالۍ ګڼ کسان دوی ته خپل شکایتونه کړي او غوښتنه لري چي حکومت باید خلکو ته اړول سوي زیانونه جبران کړي.

دوې ورځي وړاندي افغان او نړیوالو ګډو ځواکونو په خاکرېز ولسوالۍ کي د نظامي عملیاتو په پایله کې د دولت وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلي د اړولو خبر ور کړ ملکي خلګو ته د زیان رسیدو په اړه يې څه ندي ويلي.

د کندهار د ولایتي شورا په غونډه کي پر یو شمیر دولتي ریاستونو د بودیجې د نه مصرف له امله نیوکي هم وسوي.

ولایتي شورا وايي، په کندهار کي باید ټول ریاستونه د خپلي کلنۍ بودیجې په اړه دوی ته پر وخت معولمات ورکړي تر څو د خلکو د اړتیا سره سم یاده بودیجه په مصرف ورسږي.

د نوي کال د پیل سره سم افغان ځواکونو په خاکریز ولسوالۍ کي د وسلوالو مخالفینو پر ضد عملیات ترسره کړه چي وروسته يې د لسګونو وسلوالو د وژل کیدو او ټپي کیدو خبر ورکړی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...