راپور: محمد یار مجروح
پر ټولنیزو رسنیو داسي عکسونه خپاره سوي، چي لیکونکي يې ادعا کوي چي د کندهار په روغتونونو کي د ښځینه ناروغانو سره د زیږون پر مهال ناسم چلند کیږي.
بلخوا د کندهار د روغتیا مسٔوولین وايي، په هیڅ روغتون کي داسي پېښه نه ده رامنځ ته سوې دوی وايي، ستونزي خپله ناروغانو رامنځ ته کړي دي.
د کندهار د عامي روغتیا ریاست اړوند د مور او ماشوم یوه روغتون ته منسوب تصویر، پر ټولنیزو رسنیو تر ټولو ګرمه موضوع ګرځېدلې او د مطلب لیکوال يې ادعا کوي چې د زیږون پر مهال په دغه ډول روغتونو کي له ناروغانو سره ناسم چلند کیږي.
دغه راز پر یاده موضوع تبصره کونکي وايي، چي په دولتي روغتونو کي د قابله ګانو او ښځینه ډاکترانو د بې پروايي له کبله ځیني ناروغان د مرستي پر ځای له ستونزو سره مخ کیږي.
خو د کندهار د عامی روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا دې ته په جواب کې وايي، چې په هیڅ روغتون کي داسي پيښه نده رامنځ ته سوې.
دغه راز ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، یو شمیر کسان غواړي د روغتیا په برخه کي ستونزي رامنځ ته کړي او روغتیايي فعالیتونه محدود کړي.
دده په خبره په نسايي ولادي برخه کي ستونزي سته چي خپله ناروغانو رامنځ ته کړي دي.
له دې سره تر څنګ د عامي روغتیا اړوند، مور زېږنتون ته ورغلي ناروغان د دې مرکز د کار کونکو د چلند په اړه داسي وايې!
که څه هم د روغتیا مسٔوولین په روغتونونو کي د ستونزو خبري ردوي خو له ډیره وخته ناروغان په کندهار کي د دولتي روغتیايي مرکزونو څخه شکایت کوي، او زیاتوي چي د درملني پر مهال له ناسم چلند سره مخه کیږي او په سمه توګه یې درملنه نه کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون