وسله والو طالبانو پر کابل بريښنا بنده کړې ده

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه د کرکر له سب سټېشن د راغلې برېښنا یوه پایه په بمونو الوځولې ده او د کابل برېښنا یې پرې کړې ده.

د شرکت په خبره تخنیکي ټيمونه هڅه کوي دغه برېښنا بېرته ونښلوي.

د سرچینې په خبره کاري ټیمونه هلته رسېدلي دي او تر راتلونکو څو ساعتونو پورې به عملا د برېښنا د نښلولو کار پيل کړي.

برېښنا شرکت وایي، دمګړی په کابل کي ۹۰ میګاواټه حرارتي او آبي برېښنا موجوده ده.

وسله والو طالبانو تر دې وړاني هم په کندوز کې د برېښنا یوه پایه الوځولي وه او له هغه وروسته یې د خبرپاڼې په خپرولو سره پر حکومت د برېښنا نه پرې کولو په بدل کي ځیني شرطونه هم اېښي وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...