راپور: جواد داوري
دغه کسان او د مدني ټولونو غړي چي د بريد په ځاى کي يې خيمې درولي دي له وسله والو طالبانو غواړي چي سولي ته غاړه کښيږدي او نور جنګ ته د پاى ټکى کښيږدي.
دوى وايي، که څه هم ددې بريد مسؤليت تر اوسه کومي ډلي ندى منلى خو د طالبانو په نامه هر کس خپلو موخو ته ځان رسوي نو بايد وسله وال طالبان سوله وکړي .
په هلمند کي د غيږنيوني په سياليو کي د موټر بم بريد تر سره سو چي پکښي ١٤ تنه عام خلک ووژل سول او ٤٢ تنه نور ټپيان سول چي دې کار د هلمند د خلکو غوسه راپارولې ده .
د هلمند ولسي خلک سره راټول سوي دي او په هغه ځاى کي يې د اعتراض په ډول خيمې درولي دي چيرته چي د موټر بم بريد تر سره سو .
دوى په خپلو شعارونو کي له وسله والو طالبانو غواړي چي نور سوله وکړي اود هيواد نورو دوښمنانو ته د جګړې زمينه برابره نه کړي .
د دوى په وينا اوس چي په هيواد کي هره خونړۍ پيښه تر سره کيږي نو عام خلک فکر کوي چي دا پیښي وسله وال طالبان کوي نو ځکه بايد طالبان سوله وکړي چي ددې هيواد اصلي دښمن په ډاګه سي .
دغه خونړۍ پيښه د تيري جمعې په ماښام دهلمند ولايت د لښکرګاه ښار په زړه کي را منځته سوه چي هيڅ دولتي او يا هم امنيتي سرتيري ته پکښي زيان ندى اوښتى او ټول قربانيان يې عام خلک وه چي ډيره برخه يې ماشومان وو .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون