راپور: میلاد حمیدي
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چي اوس نو اړتیا نسته چي دپښتورګو ناروغان پاکستان یانورو بهرنیو هیوادونوته ددرملني لپاره ولاړسي.
دپښتوروګو داروغتون په ۲۰۱۶ کال کي دپاکستان هیواد په مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.
دعامي روغتیا روغتون دمسؤلینو په وینا د دې روغتون تجهیز په دري برخو ویشل سوی چي د روغتون ودانۍ جوړول، روغتیاپالانو ته روزنه ورکول او روغتون په لازمو ماشین الاتو سمبالول پکښي شامل دي.
تازه دپاکستان هیواد په مالی لګښت دپنځه نیم میلونه امریکايي ډالرو په ارزښت دې روغتون ته عصري ماشین الات وسپارل سول چي دولایتي ادارې په وینا چي دناروغانو ټولي اړتیاوي پوره کولای سي او ناروغان اړنه دي چي دپښتوروګو ددرملنپ لپاره پاکستان یانورو ګاونډيو هیوادونوته ددرملنی لپاره ولاړسي.
دعامي روغتیا روغتون چارواکي وايي، دنووماشین الاتو په رارسیدلو سره به دلته دهغه ناروغانو درملنه هم کيږي چي دسیمي د ځينو پرمختللو هیوادونو په روغتیايي مرکزونو کي يې هم درملنه ستونزمن وی.
نجیب کاموال وايي، د دې وسایلو په نشتون کي يې یادو ناروغانو ته دپښتورګو دبدلون توان نه درلود چي ددې وسایلو په فعالیدو سره به اوس داچاره هم ترسره کيږي.
په ننګرهار کي دپاکستان قونسل وايي، که څه هم ددې د دواړو ګاونډيو هیوادونو ترمنځ سیاسي مخالیفتونه سته خوله یوبل سره داډول همکاري ددواړو هیوادونو دزیانمنو سوو اړیکو دبیارغیدوپه برخه کي اغیزمن رول لري.
دعامی روغتیاروغتون دمسؤلینو په وینا چي په نژدې راتلونکي کي په دې روغتون کي دپښتورګو دناروغیو ترڅنګ دسرطان اوځينو نورو مهمو او سختو ناروغیو ددرملني مرکز ونه هم جوړ او ګټي اخیستنی ته وسپارل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون