د پولنډ ولسمشر اندژي دودا افغانستان ته په سفر راغلی

د اجرائیه ریاست دفتر په یوه اعلامیه کي ویلي، چي د پولنډ جمهور رئیس اندژي دودا، افغانستان ته د سه شنبې په ورځ د خپل سفر پر مهال د سپیدار په ماڼۍ کي د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

دا اعلامیه وايي، اجرائيه رئیس، د پولنډ د جمهور رئیس څخه افغانستان سره د دغه هیواد له پوځي همکاریو مننه کړې او په دې برخه کي یې د همکاریو پر دوام او زیاتیدو ټینګار کړی دی.

د پولنډ جمهور ریٔس په دې لیدنه کي ویلي،‌ چي هیواد به یې د افغان ځواکونو د روزني، مشورې او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي خپل سرتیري ډېر کړي او هم به له افغانستان سره سیاسي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

اجرائیه ریاست وايي، په دې لیدنه کي د افغانستان او سیمي پر وروستیو سیاسي پرمختګونو او تحولاتو هم بحث سوی دی.

پولنډ جمهور رئیس په داسي حال کي افغانستان ته سفر کړی، چي د هغه افغان سیال جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د سولې، امنیت او دوه اړخیزو سیمه ییزو همکاریو په اړه د تاشکند بین المللي کنفرانس کي د ګډون لپاره ازبکستان کي دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...