سعودي عربستان: په یوه مناسب وخت کي به ایران ته نظامي جواب ورکړي

د سعودي چارواکي وايي، ممکن ایران ته پوځي جواب ور کړي. په یمن کي د سعودي په مشرۍ عرب ټلوالې ویاند په ریاض کي خبري غونډي ته وویل، په مناسب وخت او ځای کي ایران ته د جواب ور کولو حق لري.

د دوی په خبره، درې توغندۍ ریاض ته توغول سوي چي د دغه ښار څنډو کي یې له شنډولو وروسته یې ټوټو یو کس وژلی دی.

د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې ویاند د حوثیانو دا برید د ایران د ملاتړ له امله بولي او زیاتوي دې برید ثابته کړه چې تهران لا هم له وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

 په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي د خبر په خپرولو سره د حوثیانو دا ګام غندي.

انتونیو ګوترېش له ښکېلو اړخونو د زغم غوښتنه کوي او وايي، په یمن کي د جګړې سختېدل کشاله نه اواروي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...