د کندهار ولايتي شورا رئيس ژېړۍ ته د پوهنيز بهير د ارزولو په موخه سفر وکړ

خبريال: سيد حميد (هاشمي)

د کندهار ولايتي شورا رئيس او غړي پرون چهارشنبه ژېړۍ ولسوالۍ ته د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه تللي وه.

د ولايتي شورا رئيس وايي، په دغه ولسوالي کي اوس هم ښوونيز بهير له ستونزو ډک دی او ډېر زده کوونکي له زده کړو محرومه دي. د ژېړۍ ولسوال هم په ښوونيزه برخه کي پرتې ستونزي مني او وايي، چي په ولسوالي کي يې څوارلس ښوونځۍ تړلي دي.

د ولايتي شورا رئيس سيد جان خاکريزوال وايي، چي ددغي ولسوالۍ ښوونځۍ اوس هم له زياتو ستونزو سره مخ دي، ځکه ښوونکي يې معاشات اخلي، خو زده کوونکو ته تدريس نه ورکول کيږي. هغه له خلکو وغوښتل، چي په دې اړه خپل ږغ پورته کړي او په دغه ولسوالي کي د فساد او ستونزو مخه ونيسي.

د ژړۍ ولسوال سيد جمال اغا هم په ښوونځيو کي کي ستونزي مني، خو وايي، چي ښوونکو ته يې د تيرو پنځو مياشتو راهيسي معاشات نه دي ورکول سوي، چي له امله يې تدريسي بهير کمزوری سوی دی. د هغه په خبره په دغه ولسوالي کي ۲۲ ښوونځۍ فعاله دي خو ۱۴ نوري يې د ښوونکو او ودانيو د کمښت او نورو ستونزو له امله تړلي دي.

د کندهار د پوهني رياست مسوولين وايي، چي د پوهني وزرات د امر پر اساس يې څه موده مخکي د قراردادي ښوونکو معاشات بند کړي وه، چي بيرته پيل سوي دي. د هغه په خبره په دې برخه کي د يادي ولسوالۍ ښوونکو هم غفلت کړی دی او اوس کولای سي، چي خپل پاته معاشات ترلاسه کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...