Author Archives: asad noori

د ارمنستان نوی صدراعظم وټاکل سو

پاشینیان ته د پارلمان ۵۹ غړو موافقې او ۴۲ مخالفې رأیې ورکړي. د مې په لومړۍ نېټه تر لومړي ځل رأیې اچوني وروسته چي هغه بریالی نسو، په پارلمان کي د واکمن جمهوریپال ګوند مشر وویل چې په بل ځل کي به د دې ګوند یولس غړي هغه ته رأیې ورکړي. پاشینیان په دې هېواد کې د بدلون راوستو لپاره ...

Read More »

د جنوب لویدیځي حوزې په کچه د پولیو واکسین کمياین پيل سو

راپور: محمد یار مجروح د کندهار د عامي روغتیا مسٔوولین وايي، په یاد کمپاین کي به ۵۷۱ زره تر پنځه کلنۍ کم عمره کوچنیان واکسین کړل سي. بلخوا وسلوالو طالبانو په کندهار او هلمند ولایتونو کي د روغتیا له مسٔوولینو غوښتي تر څو دا ځل واکسین د کورونو پر ځای کلي پر کلي تطبیق کړي. د کندهار د عامي روغتیا ...

Read More »

په کندهار کي د شالمار دودیزه میله په خورا جم او جوش سره لمانځل کیږي

راپور: محمد یار مجروح هر کال د توتو د پخېدو سره سم د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو په زرګونو ځوانان په دغه مېله کي د ګډون په موخه ارغنداب ولسوالۍ ته ځي او شاوخوا د شلو شپو لپاره په دې ميله کي پاته کيږي. دغي مېلې ته د نورو ولایتونو تر څنګ د ډیورنډ کرښي ها غاړي څخه ...

Read More »

په ننګرهار کي د ترافیکي پیښي له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي، د روداتو ولسوالۍ په سرخ ديوال سیمه کي نن سهار شا وخوا ۷ نیمې بجې کرولا ډوله او سراچه موټر د ټکر له امله ۵ کسه وژل سوي او ۷ نور ټپیان دي. خبرپاڼه زیاتوي، چي په وژل سوو، کي یوه مېرمن او درې ماشومان هم شامل دي. ...

Read More »

په کندهار کي د بلک هاک الوتکو لپاره ۳۱ تنه پیلوټان له نظامي زده کړو فارغه سول

راپور: سید حمید هاشمی د افغانستان د هوايي قواوو قومندان وايي، چي یاد پیلوټان به د جنوبي ولایتونو په سطحه په جنګي عملیاتو کي برخه واخلي. چارواکي وايي، تر دې مهاله هوايي ځواک ته ۱۴ جنګي بلک هاک الوتکي ورکول سوي دي. دا د کندهار هوايي لوا کي د بلک هاک جنګي الوتکو د پیلوټانو دریمه دوره ده چي له ...

Read More »

د IPL  لوبو په لړ کي نن شپه سن رایزر حیدراباد او بنګلور لوبډلي سره مخ کیږي

افغان لوبغاړي راشد خان ارمان چي د سن رایزرز حیدراباد لوبډلي په ګټه لوبېږي، که نن دوه ویکټي واخلي، په روان «ای.پي.اېل» سیالیو کې به د تر ټولو ډېرو ویکټ اخېستونکی بالر نارنجي خولۍ تر لاسه کړي. راشد او مجیب ځدراڼ تر اوسه ۱۲ ـ ۱۲ ویکټې لري او څلور نور بهرني لوبغاړي ورڅخه مخکي دي. د دغو لوبو د ...

Read More »

په کابل کي ځانمرګی بریدګر هدف ته د رسیدو څخه مخکي ووژل سو

د کابل امنیه قومنداني وايي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د ویني د ورکړي یوه ډله په نښه کړې خو د پولیسو له لوري پېژندل سوی او موخي ته تر رسېدو مخکي یې چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه. د سرچینې په خبره په پېښه کي یوازې ځانمرګی وژل سوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

Read More »

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اوبو پر سر افغانستان ته خبرداری ورکړی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له افغانستان سره یې په ځلونو د اوبو پر سر خبرې کړې دي خو دغه هېواد د ستونزې د حل هڅه نه ده کړې. دده په خبره که افغان حکومت ددوی غوښتنو ته پام و نه کړي نو ایران اړ ...

Read More »

په افغانستان کي طبي بوټي د له منځه تلو په حال کي دي

په کندهار کي یوناني ډاکټران وايي، که چیري بهرنیو هیوادونو ته له افغانستان څخه د طبي بوټو د لېږد مخه ونه نیول سي ډېر بوټي به له منځه ولاړ سي. دوی وايي، که څه هم په دې اړه یې اړوند مسٔولین څو ځله په جریان کي کړي خو لا هم ورته خاصه پاملرنه نه ده سوې. په کندهار کي یوناني ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا وايي، مرکزي اداره دي ژر تر ژره په کندهار کي د نویو بریښنايي تذکرو ویش پیل کړي

راپور: سید حمید هاشمی دوی دغه راز پر هغو کسانو هم سختي نیوکي وکړې چي د بریښنايي تذکرو د ویش سره يې مخالفت کړی. بلخوا ولایتي شورا په کندهار کي د ټاکنو لپاره د نوم لیکني د پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي. د کندهار ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال په هیواد کي د نویو بریښنايي تذکرو د ویش ملاتړ ...

Read More »