د جنوب لویدیځي حوزې په کچه د پولیو واکسین کمياین پيل سو

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د عامي روغتیا مسٔوولین وايي، په یاد کمپاین کي به ۵۷۱ زره تر پنځه کلنۍ کم عمره کوچنیان واکسین کړل سي.

بلخوا وسلوالو طالبانو په کندهار او هلمند ولایتونو کي د روغتیا له مسٔوولینو غوښتي تر څو دا ځل واکسین د کورونو پر ځای کلي پر کلي تطبیق کړي.

د کندهار د عامي روغتیا مسٔوولین وايي، د پولیو په یاد کمپيان کي به ۵۷۱ زره له پنځه کلنۍ کم عمره کوچنیانو ته واکسین ورکړل سي.

د پولیو په تیر کمپاین کي شاوخوا ۳۳ زره کوچنیان په کندهار ولایت کي له واکسین څخه پاته وه.

د کندهار دعامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، د خاکریز ولسوالۍ له یو شمیر سیمو پرته به په ټول کندهار کي د پولیو واکسین تطبیق کړل سي.

بلخوا وسلوالو طالبانو په کندهار او هلمند ولایتونو کي له روغتیا مسٔوولینو غوښتي تر څو د پولیو دا ځل کمپاین د کورونو پر ځای کلي پر کلي تطبیق کړي.

خو د عامي روغتیا رئیس زیاتوي چي د امکان تر حده به دوی په ټولو سیمو کي واکسین تطبیق کړي، دی وايي، د وسلوالو طالبانو د ورستیو څرګندنو په اړه به مرکزي اداره تصمیم نیسي.

د پولیو کمپاین په پر داسي مهال پیلیږي چي د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ د نړۍ د پولیو مرکز بلل سوې ده.

په کندهار کي د روان کال د پيل راهیسي د پولیو څلور مثبتی پيښي ثبت سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...