د کندهار ولایتي شورا وايي، مرکزي اداره دي ژر تر ژره په کندهار کي د نویو بریښنايي تذکرو ویش پیل کړي

راپور: سید حمید هاشمی

دوی دغه راز پر هغو کسانو هم سختي نیوکي وکړې چي د بریښنايي تذکرو د ویش سره يې مخالفت کړی.

بلخوا ولایتي شورا په کندهار کي د ټاکنو لپاره د نوم لیکني د پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي.

د کندهار ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال په هیواد کي د نویو بریښنايي تذکرو د ویش ملاتړ وکړ او له مرکزي چارواکو يې غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره دغه پروسه په کندهار کي هم پیل کړي.

نوموړي دغه راز هغه کسان د پردیو هیوادونو مزدوران وبلل چي د بریښنايي تذکرو د ویش سره مخالفت کوي.

بلخوا د ولایتي شورا ریٔس په کندهار کي د ټاکنو لپاره د نوم لیکني د مرکزونو د کمښت له امله هم اندیښنه وښودل او وویل، چي دغه مرکزونه باید زیات سي.

هغه وویل، په اوسنیو مرکزونو کي د نوم لیکني پروسه ټکنۍ ده او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه راز ولایتی شورا په خپله نوبتي غونډه کي د خلکو پر حقوقي عریضو باندي هم بحث وکړ او هغوی د ستونرو د هواري لپاره يې تصمیمونه ونیول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...