په کندهار کي د بلک هاک الوتکو لپاره ۳۱ تنه پیلوټان له نظامي زده کړو فارغه سول

راپور: سید حمید هاشمی

د افغانستان د هوايي قواوو قومندان وايي، چي یاد پیلوټان به د جنوبي ولایتونو په سطحه په جنګي عملیاتو کي برخه واخلي.

چارواکي وايي، تر دې مهاله هوايي ځواک ته ۱۴ جنګي بلک هاک الوتکي ورکول سوي دي.

دا د کندهار هوايي لوا کي د بلک هاک جنګي الوتکو د پیلوټانو دریمه دوره ده چي له پوځي زده کړو فارغه کیږي.

د افغانستان د هوايي قواوو قومندان تورنجنرال محمد شعیب وايي، فارغ سوي پیلوټان به په حنوبي ولایتونو کي په جنګي عملیاتو کي برخه اخلي.

هغه وايي، تر اوسه ۱۴ بلک هاک الوتکي افغان هوايي ځواک ته ورکول سوي چي د هیواد په جنګي ماموریتونو کي يې ښه نتیجه ورکړي ده.

بلخوا د کندهار د هوايي لوا قومندان  تورن جنرال عبدالرازق شیرزی وايي، چي فارغ سویو ۳۱ پیلوټانو په امریکا متحده ایالاتو او افغانستان کي پوځي زده کړي کړي چي سه شنبه به يې نظامي ماموریت رسماً پیل سي.

د بلک هاک جنګي الوتکو لپاره تازه فارغ سوي پيلوټان وايي، چي دوی ته مسلکي زده کړي ورکول سوي او اوس ددي توان لري چي هر ‌ډول سخت جنګي عملیات ترسره کړي.

د افغانستان د هوايي لوا چارواکي وايي، تر دې مهاله ورته ۱۴ بلک هاک جنګي الوتکي ورکول سوي چي په راتلونکو څو کلنو کي به دغه شمیر لسګونو ته ورسیږي.

د چاروکو په خبره بلک هاک الوتکو د جنګي عملیاتو پر مهال خورا ښه نتیجه ورکړي ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...