Author Archives: asad noori

د کندهار پولیسو هغه یو تن نیولی چي غوښتل يې ۹۱ د هیرویینو ګولۍ په خپل نس کي هند ته انتقال کړي

د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسٔولین وايي، دغه راز په کندهار هوايي ډګر کي یې هم دوه کیلو ګرامه هیروین تر لاسه کړي خو په تړاو یې څوک نه دي نیول سوي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه اڅکزی وايي، چي نیول سوي کس ...

Read More »

د ۴۵۰ شهیدانو سویو سرحدي او ملي پولیسو له کورنیو سره مرسته دوام لري

د کندهار د امنیې قوماندانۍ له خوا د روژې مبارکي میاشتي په مناسبت د هغه کسانو له کورنیو سره مرسته پیل سوې چي د کورنۍ غړي يې د هیواد او خلکو په دفاع کې قرباني سوي دي. د کندهار امنیې قوماندانۍ د شهیدانو او معلولینو د امریت امر لومړی څارن زلمی حفیظي وايي، چې په لومړيو کي د ۴۵۰ شهیدانو ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا وايي، لا هم په دریو ولسوالیو کي د نوم لیکني پروسه نه ده پیل سوې

راپور: سید حمید هاشمي د کندهار ولایتي شورا ته د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي او مشران ورغلي وو او په خپلو سیمو کي د يې د ټاکنو لپاره د نوم لیکني د کمزوري پروسې څخه شکایت کوی. دوی وايي، د نوم لیکني مواد او مرکزونه کم دي او هلته ډيری خلک د نوم لیکني د پروسې څخه محرومه پاته دي، ...

Read More »

د هلمند نوی والي وايي، که خلک همکاري ورسره وکړي تغیرات به راولي

راپور: جواد داوري دادهلمند دنوي والي په حیث دهغه جنرال دمعرفت غونډه چي وړاندي يې هم په دغه ولایت څه د پاسه دوه کاله د ملي امنیت د ریٔس په توګه دنده اجرا کړي ده . محمد یاسین خان یوه کال واړاندي د ولسوالیو او د لښکرګاه د یوې حوزي دسقوط پر مهال دملي امنیت ریئس و په دې ولایت ...

Read More »

په روزګان کي د ۶۵۱ تنو دولسم ټولګیو فارغینو څخه د کانکور ازموینه واخیستل سوه

راپور : اجمل وصال د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د ۶۵۱ دولسم ټولګیو فارغینو څخه د کانکور ازموینه واخیستل سوه چي ۴۰ یې انجوني دې. د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، د روزګان والي، د ولایتي شورا غړو او یوشمیر نورو مسٔوولینو هغه بکس خلاص کړ چي پکښي د کانکور ازمویني لپاره فورمې راغلي وي. والي ...

Read More »

د روغتیا مسٔوولین وايي، چي په کندهار ښار کي د یخي تولیدات صحي نه دي

راپور: محمد یار مجروح ګرمه هوا او د برېښنا نه شتون خلګ دې ته اړ کړي، چي بازاري يخی رانيسي، خو د روغتیا مسٔوولین وايي، د بازار جوړ يخی بې کيفيته او توليدوونکي فابريکې يې تر ډیره نظافت ته پاملرنه نه کوي. د کندهار دعامي روغتیا د تغذيې څانګي مسٔول ډاکټر احمدالله فیضي وايي، چي د یخي تولیدونکي فابریکې باید ...

Read More »

افغان کرکټ ملي لوبډلي بنګلدیش ته په ۴۵ منډو ماته ورکړه

افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې جوړي کړې خو بنګله دېش ونکړای سول هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې د ۱۲۲ منډو په جوړولو سره وسوځېدل. په افغان لوبغاړو کې شهزاد محمدي په ۳۷ توپونو ۴۰، سميع الله شينواري په ۱۸ توپونو ۳۶، عثمان غني په ۲۴ توپونو ۲۶، اصغر ستانکزي ...

Read More »

د خوست د ښځو چارو رياست مسٔوولين او يو شمېر نوري مېرمني وايي، چي دوی ته تذکرې نه ورکول کيږي

دغو مېرمنو چي شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده، نن په يوه اعتراضيه غونډه کي د تذکرو د وېش پر ادارې تور ولګاوه، چي ښځو ته د تذکرو په وېش کې ناغېړۍ کوي. هغوی په خپلو خبرو کي وويل، چي د تذکرو د وېش اداره د ځينو مشخصو کسانو په اشاره په لوی لاس په ټاکنو کي ښځي له ګډون ...

Read More »

روغ ژوند/ د ګرمۍ روژه او د تندي مخه نيول

ليکنه : نوراحمد ناصري    سږ کال روژه بيا هم په سخته ګرمي کي ده چي د لوږي په نسبت يې تنده دتېرو کلونو په نسبت زیاته ده ګرانو لوستونکو غواړم پدې ليکنه کي روژه تيانو ته پدې اړه معلومات ورکړم چي څرنګه کولای سو د روژې مبارکي مياشتي په دې ګرمو ورځو کي د تندي څخه مخنیوی وکړو . ...

Read More »

افغان کرکټ ملي لوبډله نن شپه د بنګلدیش په وړاندي لوبیږي

د افغانستان د کرکت بورډ چارواکي وايي، چي ددې سیالیو لپاره افغان ټیم ۴۰ ورځي تمرینات د توپ اچوني، توپ وهني او توپ نیوني په برخو کي ترسره کړي. وړمه ورځ افغان الف ټيم د بنګله دېش ملي ټيم ته په یوه تمریناتي لوبه کي ماته ورکړه، چي په هغه لوبه کي حضرت الله ځاځی په توپ وهنه کي ښه ...

Read More »