Author Archives: asad noori

لاریون کوونکو د سالنګ لار تړلې

د سالنګ لاره چي شمالي او شمال شرقي نهه ولایتونه له پلازمیني کابل  سره نښلوي  نن سهار د لاریون کوونکو له لوري  د خنجانو په ولسوالۍ  کي د ترافیکو پرمخ تړل سوې. لاریون کوونکي د لارې تړلو لامل  د سړکنو خرابوالی بولي او دولت هم د دې سړکنو په نه جوړولو کي په بې پروای تورنوي.

Read More »

د اذربایجان یوه ډله تازه دمي عسکر تېره ورځ افغانستان ته را رسېدلي دي

د راپورونو له مخي تېره ورځ اذربایجاني عسکر افغانستان ته راغلي او د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کي به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ادامه ورکوي. دغه هېواد دمګړی د ناټو په چوکاټ کي ۱۲۰ عسکر لري. دوی تر ډېره د روغتیا او درملني په برخه کي فعالیت کوي. اذربایجان ویلي دوی د افغانستان ثبات ته ژمن دي ...

Read More »

کندهار فوټبال لوبډلي هلمند ته ماته ورکړل

په هلمند ولایت کښي د ۴ ولایتونو ترمنځ د جوړسوي فوټبال لیګ په ترڅ کي سهار کندهار الف ټیم د هلمند منتخب ټیم سره میدان ته کښته سوه، چي کندهار هلمند ټیم مات کړ. د کندهار د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي، چي کندهار ټیم ۲ ګولونه پر ۱ هلمند مات کړ. د دوي په وینا، چي د کندهار لپاره لومړی ...

Read More »

په پېښور کي د ځانمرګي برید په ترڅ کي ۲۰ کسان وژل سوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي

چارواکي زیاتوي، چي پېښه تېره ورځ ناوخته د پېښور په یکتوت کي سیمه کي رامنځته سوې ده او په ترڅ کي د عوامي ملي ګوند یوه جګپوړي غړی هارون بیلور هم وژل سوی. د پېښور پولیس مشر قاضي جمیل وویل، چي پېښه د ټاکنو په تړاو په جوړه سوی غونډه کي رامنځته سوې ده. نوموړي د چاودني نوعیت په اړه ...

Read More »

سرور دانش نه دی توانیدلی چي دوستم د ارګ په پیغام قانع کړي

ارګ کي سرچينې وايي، چي د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ترکيې ته په خپل وروستي سفر کي په دې نه دی بريالی سوی چي لومړی مرستيال د ارګ په پيغام قانع کړي، دانش دوستم ته د ارګ پيغام داسي وړاندي کړی چي په شمال کي وروستي لاريونونه د ژر تر ژره د جنرال +دوستم په امر ودريږي او په ...

Read More »

هره ورځ نږدې درې میلیونه ډالر د هیواد له جنوبي ولایتونو څخه ایران ته قاچاق کېږي

دغه مسئلې نه یوازي دا چي د افغانستان پر بازارونو منفي اغېز کړی دی، بلکي د افغانۍ ارزښت یې هم راټيټ کړی دی. په ایران کې له بندیزونو وروسته د ریال ارزښت راټيټ سو، نو له همدې امله خلک هڅه کوي ډالر وپېري، چي له همدې فرصت په استفادې قاچاق وړونکي نقد ډالر له افغانستان وړي او په اېران کې ...

Read More »

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چي، طالبان دي د امریکا د وتلو په تمه نه پاته کېږي

پمپیو چي پرون په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی و، ویلي امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله ملګرتیا غواړي او طالبان دي په دې تمه نه پاته کېږي، چي ګواکي امریکا به له افغانستان ووځي او بیا به دوی د سولې خبرې کوي. نوموړي تېره ورځ له ولسمشر غني سره په ګډه خبریالانو ته د خبرو پر مهال ویلي، امریکا د ...

Read More »

وسله والو طالبانو ویلي، چي له نړۍ سره ښې اړیکي غواړي خو روانه مبارزه یې حق ده

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چي هېڅوک حق نه لري دوی د تروریستانو او باغیانو په نوم یاد کړي. په خپره کړې اعلامیه کي لیکلي، چي د نظامي امریکایانو پر وړاندې یې مبارزه فرض عین او جهاد دی. دوی ويلي دي چي هېواد کي روانه جګړه د افغانانو او مسلمانانو خپلمنځي شخړه نه، بلکي، دا جګړه ۱۷کاله ...

Read More »

د پاکستان دیني عالمانو د افغانسان په اړه د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کي د نه ګډون پرېکړه کړې ده

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼي په یو راپور کي ویلي، چي د پاکستاني دیني عالمان په دې غونډه کي د نامعلومو دلایلو له امله ګډون نه کوي. سرچینې دغه راز ویلي، د اسلامي همکاريو سازمان مشر او د سعودي حکومت د کابینې یو پخواني غړي په یو لیک کي له وسله والو ډلو غوښتي، چي له ترهګریزو کړنو لاس واخلي، ...

Read More »

په جلال اباد ښار کي د خونړي ځانمرګي برید په ترڅ کي لږ تر لږه ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چي مرکز جلال اباد ښار شپږمي ناحیې اړوند فامیلو سیمه کي نن سهار نږدې لس بجې پلي ځآنمرګي بریدګر د پلټني مرکز ته څېرمه په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چي له امله یې اته ملکیان او دوه امنیتي منسوبین وژل سوي دي . خبرپاڼه زیاتوي، ...

Read More »