په هلمند ولایت کښي د ۴ ولایتونو ترمنځ د جوړسوي فوټبال لیګ په ترڅ کي سهار کندهار الف ټیم د هلمند منتخب ټیم سره میدان ته کښته سوه، چي کندهار هلمند ټیم مات کړ.
د کندهار د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي، چي کندهار ټیم ۲ ګولونه پر ۱ هلمند مات کړ.
د دوي په وینا، چي د کندهار لپاره لومړی ګول کبیر اکبري او دوهمه ګولوهنه بیا فیض محمد فیضي ترسره کړه.
د هلمند لپاره بیا یوازینی ګول واحد نورزي ترسره کړ.
د فوټبال یاد لیګ د کندهار، هلمند، ارزګان او نیمروز ولایتونو ترمنځ پرون سې شنبه پیل سو.
د یادولو وړ ده، چي کندهار الف ټیم به په یاد ۴ ورځني لیګ کښي خپله دوهمه لوبه سبا پنجشنبه سهار ۵:۳۰ بجي د نیمروز ولایت په وړاندي ترسره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون