Author Archives: asad noori

یوناما د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتي چي د هغوی استول سوی لیک دي و ارزوي

یوناما د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتي دي چي د هغوی استول سوی لیک دي و ارزوي او خپلې موندنې دې په وخت له یوناما سره شریکي کړي. یوناما پرون چهارشنبه په یوې اعلامیې کي وویل چي د نوومبر پر ۱۰مه نیټه یې د ټاکنو کمېسیون ته لیک استولی دئ. په اعلامیې کي راغلي دي چي د یوناما ...

Read More »

د ټاکنیزو ټيمونو د شکایتونو او اعتراضونو امله د ټاکنو لومړنۍ پایلي هم وځنډېدې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چي د ټاکنیزو ټيمونو اعتراضونو او شکایتونو ته د رسېدني له امله په ټولو ولایتونو کي د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر ودرېد او له همدې امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم وځنډېدې. ټاکل سوې وه چي نن د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پايلي د ټاکنو کمېسیون اعلان کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پاکو ...

Read More »

د کندهار د چاپیريال ساتني رياست: د ټاپي پروژې مسير ۸۶ کيلو متره تغير سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح د سه شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي د چاپېريال ساتني رياست له خوا د شاملو ادارو سره د ټاپي پروژې د مسير د تغير په اړه غونډه جوړه سوه. په غونډه کي د کندهار د چابیريال ساتني رئیس امان الدين حميدي وویل، هغه سروې چي پروسږ کال د ټاپي پروژې د مسير لپاره سوې وه، ...

Read More »

په کابل کي د چاودني ټپيان ۱۴ تنو ته ورسېدل

په کابل کي موټر بمب چاودني ۷ تنه وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چي نن سهار شا وخوا ۷:۲۵ بجې د کابل ښار د ۱۵مي حوزې د “قسیم” سړک په سیمه کي ټونس موټر چاودنه کړې ده. رحیمي زیاتوي چي د دغه موټر بمب هدف “ګاردا ورلډ” بهرنۍ امنیتي ...

Read More »

درانۍ وزیري: انس حقاني په کابل کي د قطر سفارت ته سپارل سوی

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال درانۍ وزیري وايي چي انس حقاني په کابل کي  د قطر سفارت ته سپارل سوی. په خوشي سوو کسانو کي انس حقاني تر ټولو مهم کس بلل کیږي، د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني زوی او د سراج الدین حقاني کشر ورور دئ. د افغانستان ملي امنیت انس حقاني د “کمپیوټر ځانګړی ...

Read More »

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سبا هم د ولسمشریزو ټاکنو پایلي نه اعلانوي

د ټاکنو کمېسیون مسئولین وايي چي ممکن سبا هم د ولسمشریزو ټاکنو لومړنی پايلي اعلان نه کړای سي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، چي د یو شمېر نوماندانو پلویانو له ۸ زرو څخه د زیاتو رایي اچوني د محلونو د رایو د بیا شمېرلو په اړه د دغه کميسیون د پریکړي سره د مخالفت له امله په ...

Read More »

په بغلان کي د ډاکټر عبدالله او رحمت الله نبیل پلویانو د ټاکنو کمېسیون دروازه تړلې ده

رپوټ: نورګل اندړوال بغلان کي د ډاکټرعبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالني او درحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت د ټاکنیزو ډلو پلویانو او د یو شمېر سیاسي حزبونو غړو د ټاکنو کمېسیون دروازه په اعتراضیه ډول وتړل او د کمېسیون کار کوونکو ته یې اجازه ورنه نه کړه چي بیا رایه شمېرنه پیل کړي. دوی ...

Read More »

ګلبدین حکمتیار: دوهم پړاو انتخابات باید د یوه لنډ مهاله حکومت له‌خوا وسي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولي او اسلامي عدالت انتخاباتي ډله وايي، د ولسمشرۍ انتخابات په لومړي پړاو کي ګټونکی نه لري او دوهم پړاو انتخابات باید د یوه لنډ مهاله حکومت له‌خوا وسي. حکمتیار نن په کابل کي خبریالانو ته وویل، بیا ځل انتخابات باید د یوه داسي حکومت له‌ خوا وسي چي په انتخاباتو کي ګډون ونه ...

Read More »

د زابل امنیتي چارواکي: د کابل کندهار د لویي لاري امنیتي حالت به ډېر ژر ښه سي

د زابل امنیتي چارواکي وايي چي د کابل کندهار لویه لاره او همداشان هغه ولسوالۍ چي امنیتي حالت يې خراب وو، ډېر ژر به يې حالت ښه سي. د زابل په مربو طاتو کي د کابل کندهار د لویي لاري او د دې ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د امنیتي حالت د ښه کولو له پاره دا مهال دشهید سترجنرال ...

Read More »

د بغلان په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري کي ځيني کلي بیرته طالبانو ونیول

رپوټ: نورګل اندړوال دپامیر ۳۰۶ پوځي عملیاتو پرمهال له طالبانو په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري کي زیاتي سیمي افغان ځواکونو نیولي وې، خو په ډنډشهاب الدین کي  یو شمېر سیمي د سرچینو په حواله بې جګړې او په ډنډغوري کي بیا ځیني په جګړې سره  بیرته طالبانو نیولي او افغان ځواکونه یې پر شا کړي دي. دبغلان اوسېدونکي ...

Read More »