درانۍ وزیري: انس حقاني په کابل کي د قطر سفارت ته سپارل سوی

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال درانۍ وزیري وايي چي انس حقاني په کابل کي  د قطر سفارت ته سپارل سوی.

په خوشي سوو کسانو کي انس حقاني تر ټولو مهم کس بلل کیږي، د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني زوی او د سراج الدین حقاني کشر ورور دئ.

د افغانستان ملي امنیت انس حقاني د “کمپیوټر ځانګړی ماهر” او په ټولنیزو رسنیو کي د طالبانو د تبلیغاتي کمپاینونو “متفکر مغز” ګڼي.

د افغانستان د ملي امنیت د معلوماتو پر اساس انس حقاني په ټولنیزو رسنیو کي د حقاني شبکې او په ځانگړې توگه دې شبکې ته د جلب او جذب یو مهم غړی هم وو.

هغه همدغه راز د سراج الدین حقاني “ځانګړی سلاکار” وو او په عربي هيوادونو کي له ځينو افرادو او منابعو څخه طالبانو او حقاني شبکې ته د “پيسو په ټولولو” کي یې هم مهم رول درلودی.

ولسمشر غني له زندان څخه د انس حقاني پرېښودل یوه ډېره سخته پرېکړه وبلله.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالي درانۍ وزیري خبریالانو ته وویل چي انس حقاني یې په کابل کي د قطر سفارت ته سپارلی او دی به په قطر کي دوې میاشتي تر نظارت لاندي وي، چي طالبان تښتول سوي استادان پرېږدي او نور شرطونه هم پوره کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...