Author Archives: HEWAD ADMIN

د پکتيا پروني بريد درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي

خبريال: محمد شريف (شريفي) د پکتيا په پروني بريد کي د امنيه قومندان په ګډون لسګونه نظامي او ملکي وګړي وژل سوي او تپيان سوي او درانه مالي زيانونه يې هم اړولي دي. په ټپيانو او وژل سوو کسانو کي ډېر ملکي وګړي دي، چي د تذکرو او پاسپورټونو لپاره ورغلي وو. تېره ورځ شاوخوا نهه بجې د پکتيا پر ...

Read More »

مشرانو جرګې عمان کي د څلور اړخيزي غونډي پر جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه

د مشرانو جرګه له طالبانو سره د روسيې د همکارۍ او په عمان کي د څلور اړخيزې غونډې څرنګوالي په اړه د بهرنيو چارو وزير ور غواړي. ددغي جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار دغه پرېکړه د نن په غونډه کي وروسته له هغې وکړه، چي يوشمېر سناتورانو له طالبانو سره د روسيې د همکارۍ او له بندو دروازو شاته د ...

Read More »

زمان: پر اندړو ولسوالۍ د طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول سوی دی

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چي تېره شپه يې د وسله والو طالبانو هغه لويه حمله په شاتمبولې، چي غوښتل يې د دغه ولايت اندړو ولسوالۍ ته سقوط ورکړي. له سيمي راپورونه ښيي، چي تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مرکز کي له چاودېدونکو توکو د ډک هاموي ټانګ په چاودني سره د ...

Read More »

د ښځي او نر ترمنځ انټرنيټي اړيکي

ليکوال: استاد پوهيالی نظرمحمد حنيف پوښتنه: ويل کېږي چې د انټرنېټ له لارې د ښځې او نارينه تر منځ خبرې کول کومه ستونزه نه لري او په انټرنېټ کې څوک د خپلو خبرو مسئول نه دي؛ ځکه انټرنېټ يوه مجازي نړۍ ده او اختلاط نه رامنځته کېږي، ايا دا خبره سمه ده؟ بله دا چې، ايا په فيسبوک او ايميل کې ...

Read More »

روسي چارواکي: په وروستيو مظاهرو کي کم عمره ځوانانو برخه اخيستې وه

په روسيه کي د سخت دريځۍ پر ضد د پوليسو يو لوړپوړي چارواکي ويلي، د هغو تنکيو ځوانانو چي له دولتي اجازې پرته لاريونونو کي شرکت کوي، ميندي، پلرونه او احتمالاً ښوونکي بايد د قانون سره سم مسؤل وګڼل شي او مجازات سي. روسي چارواکي وايي، په وروستيو مظاهرو کي چي د اپوزېسيون سياستوال الکسي ناوالني تنظيم کړي وې د ...

Read More »

د عراق صدراعظم د کُردي مشرانو سره د خبرو-اترو غوښتنه کړې ده

د عراق صدراعظم د دې هېواد په نيمه خپلواکه سيمه کُردستان کي د خپلواکۍ په اړه د تېري مياشتي ټولپوښتنه “يوه تېره سوې مسئله” بللې او د کُردي مشرانو سره‌يې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. عراقي ځواکونو د کُردستان د خپلواکۍ په اړه له ترسره شوې ټولپوښتنې درې اوونۍ وروسته د کرکوک په شمول د کُردانو تر کنټرول لاندې ...

Read More »

تر راتلونکو څلورو مياشتو به د ټاپي نل ليکه هرات ته راورسيږي

د افغانستان د کانونو او پطروليم وزارت چارواکي وايي، چي تر راتلونکو څلورو مياشتو پوري د ټاپي نل ليکه هرات ته رارسېږي. ددغه وزارت وياند عبدالقدير مطفي وايي، چي د ټاپي نل ليکي له را رسېدو وروسته به په افغانستان کي په دې اړه تخنيکي، مځکنۍ او هوايي سروې او دغه راز له هغو سيمو چي دغه نل ليکه تېرېږي، ...

Read More »

کندهار: په يوه اوونۍ ۷ تنه د قاچاق پرمهال نيول سوي دي

په کندهار کي د نشه يي توکو پرضد د مبارزې پوليس وايي، چي په يوه اوونۍ کي يې ۷ تنه هند ته د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال نيولي دي. يادو کسانو تر څلور کيلو پوري نشه يي توکو د کفسولو په ډول په خپلو ګېډو کي ځای پرځای کړي وو، چي په هوايي ډګر کي نيول سوي ...

Read More »

عبدالله عبدالله: د پکتيا پرونی بريد يو جنايتکارانه عمل و

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، امنيتي چارواکي د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ د بريد په اړه څېړني کوي. نوموړي چي پرون‌د افغانستان د ملي امنيت له رئيس معصوم ستانکزي او د کورنيو چارو له سرپرست وزير ويس برمک سره يوځای ګردېز ته تر بريد وروسته سفر کړی و، رسنيو ته، دا يو جنايتکارانه بريد وبلی او زياته يې ...

Read More »

کندهار: په لومړي ځل يوه ملي سوداګر دولت ته په زياته اندازه ماليه ورکړې ده

د کندهار يوه ملي سوداګر په لمړي ځل دولت ته په زياته اندازه ماليه ورکړې ده. د کندهار والي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل، چي که ټول شرکتونه پر وخت دولت ته ماليه ورکړي، ددولت عوايد به يې لوړ کړي وي. نوموړی وايي، د روف عزيز ساختماني شرکت مشر عبدالروف عزيز پرون ۵۲ ميليونه افغانۍ ماليه تحويل کړې ده.

Read More »