Author Archives: HEWAD ADMIN

افغان فوټسال ملي لوبډله د سياليو په موخه ايران ته ولاړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسيا په مقدماتي سياليو کي د ګډون په هدف نن ايران ته ولاړه. د فوټبال فدراسيون د تخنيک ډايرکټر وايي، چي د فوټسال ملي لوبډله د ميزان په ۲۳ مه له ايران او د همدې مياشتې په ۲۴ مه له تاجکستان سره د لوبې ډګر ته وځي. هغه وايي، دغه سيالۍ د ايران ...

Read More »

ډين جونز د افغانستان د کرکټ ملي ټيم موقتي روزونکی سو

د استراليا پخوانی توپ وهونکی او د کرکټ مبصر ډين جونز د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د موقت روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډين جونز به د هانک کانګ په راروانه دوره کي د افغانستان د ملي ټيم روزونکی وي. افغان کرکټ بورډ وايي، د هانګ کانګ له لوبو وروسته به په ...

Read More »

باب کروکر: ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي

د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ جمهوري پال مشر باب کروکر وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ممکن متحده ايالتونه د دريم نړيوال جنګ لارې ته ورسوي. ښاغلي کروکر زياتوي، ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي او په سپينه ماڼۍ کي کارکوونکي د هغه د پېزوانولو مهارولو هڅه کوي. د خپل ...

Read More »

د سولي عالي شورا: د مخالفينو سره د سولي د خبرو ښه شرايط برابر دي

د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر وايي، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د تېر په نسبت، اوس د سولي د خبرو ښه شرايط برابر شوي دي. محمد کريم خليلي دا څرګندونې تېره دوشنبه په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وکړې او ويې ويل چي د مخالفينو په ليکو کي سوله غوښتونکي افراد هم شته. ...

Read More »

لغمان: ۷ وسله وال خپل ماين وژلي دي

چارواکي وايي چي په لغمان ولايت کي اووه وسله وال د خپل ماين چاودني وژلي دي. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چي دا چاودنه پرون ماښام د الينګار ولسوالۍ اړوند د نورلام درې په ايله ګل سيمه کي شوې ده. هغه زياته کړه چي وسله وال طالبان په يوه فلاينکوچ موټر کي روان وو چي ورسره خپل ...

Read More »

د ولسي جرګې د رئيس او مرستيال ترمنځ اختلافات راپورته سوي دي

د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستيال د دې جرګې رئيس تورن کړ چي لويې څارنوالۍ ته يې د يوه مکتوب په لېږلو سره په دې جرګه کي د فساد د څېړلو مخه نيولې ده. همايون همايون وايي، د دې جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي لويې څارنوالۍ ته په استول سوي مکتوب ليکلي چي دده مخکيني مکتوب اعتبار نه لري. ابراهيمي ...

Read More »

زاخېلوال: په لاهور کالج کي د افغان محصلينو برخليک به معلوم کړو

په اسلام اباد کي د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې له مشر سره د افغان محصلينو پر ستونزو خبرې وکړې. زاخېلوال په خپله فيسبوک کي ليکلي چي د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسيون (HEC)  له رييس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر مختاراحمد سره يې په ليدنه کي په دغه هېواد کي د افغان محصلينو ...

Read More »

د ناټو سرمنشي: افغانستان کي لاهم حالات ننګوونکي دي

د ناټو سازمان سرمنشي وايي چي د افغانستان حالات اوس هم ننګوونکي دي او له دغه هېواده  ژر وتل به ورته په ډېره لويه بيه تمام شي. د ناټو سرمنشي جيمز سټولټنبرګ دغه څرګندونې اروپايي هېواد رومانيا ته د سفر پر مهال د دغه هېواد پارلمان ته په خپله وينا کي کړې دي. هغه زياته کړه چي د ناټو سازمان ...

Read More »

صافی: په لېرو پرتو سيمو کي د اکمالاتو لپاره چورلکي نه لرو

د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قومانداني وايي چي په ليرو پرتو سيمو کي د خپلو پوستو او ځواکونو د اکمالاتو لپاره چورلکي نه لري. دوى دغه څرګندونې په داسې حال کي کړې چي څو ورځې مخکي د کونړ ولايت په غاښي پاس سيمه کي ډيورنډ پولې ته څېرمه د سرحدي پوليسو د يوې پوستې پنځه پوليس چي د څښلو ...

Read More »

هلمند والي: د طالبانو مشر هلمند کي نه دی ځای پرځای سوی

خبريال: جواد (داوري) د هلمند سيمه ييزو چارواکو د يوې خبري ناستي پرمهال هغه راپورونه رد کړل، چي د وسله والو طالبانو مشر ملاهيبت الله هلمند کي ځای پرځای سوی دی. د هلمند سرپرست والي وايي، د هلمند پر ټوله استخباراتي اوضاع حاکم دی او تراوسه يې هيڅ داسي راپور نه دی ترلاسه کړی، چي نوموړي هلمند ته تللی دی. ...

Read More »