په اسلام اباد کي د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې له مشر سره د افغان محصلينو پر ستونزو خبرې وکړې.
زاخېلوال په خپله فيسبوک کي ليکلي چي د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسيون (HEC) له رييس ډاکتر مختاراحمد سره يې په ليدنه کي په دغه هېواد کي د افغان محصلينو پر شته ستونزو او د هغو پر هواري خبرې وکړې. هغه زياته کړه چي په دې ليدنه کي يې په ځانګړې توګه له هغه څخه وغوښتل چي د کراچۍ په بقايي طبي پوهنتون او د لاهور په کالج کي د افغان محصلينو برخليک معلوم کړي.
د افغانستان سفير وايي چي دغه راز يې د اسلام اباد په اسلامي نړيوال پوهنتون کي د ځينو افغان محصلينو د ويزو او همدارنکه د لاهور په فاطمه جناح طبي پوهنتون کي د محصلينو پر ستونزو په تفصيل سره خبرې وکړې. د کراچۍ په بقايي پوهنتون کي اوسمهال شاوخوا ١٥٠ افغان محصلين په زده کړو بوخت دي او يو شمېر نور يې فارغ شوي، خو دوى وايي چي تحصيلي اسناد يې ثبت او راجستر نه دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون