روسي چارواکي: په وروستيو مظاهرو کي کم عمره ځوانانو برخه اخيستې وه

په روسيه کي د سخت دريځۍ پر ضد د پوليسو يو لوړپوړي چارواکي ويلي، د هغو تنکيو ځوانانو چي له دولتي اجازې پرته لاريونونو کي شرکت کوي، ميندي، پلرونه او احتمالاً ښوونکي بايد د قانون سره سم مسؤل وګڼل شي او مجازات سي.

روسي چارواکي وايي، په وروستيو مظاهرو کي چي د اپوزېسيون سياستوال الکسي ناوالني تنظيم کړي وې د ښوونځيو زده‌کوونکو په کښي برخه درلوده. روسي چارواکو په مظاهرو کي د کم عمره ځوانانو برخي اخيستو ته په اشارې الکسي ناوالني تورن کړي چي ځوانان قانون ماتوني او له دولتي اجازې پرته لاريونونو کي ګډون ته هڅوي. الکسي ناوالني دا تورونه رد کړي او وايي، پر لاريونونو ځيني لګول سوي محدوديتونه د روسيې له اساسي قانون سره په ټکر کي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...