Author Archives: HEWAD ADMIN

شېرزاد: د پکتيا د وروستي خونړي بريد په تړاو ۵ تنه نيول سوي دي

خبريال: محمد شريف (شريفي) د پکتيا د امنيه قومنداني د تېري سه شنبې ورځي د ډله ييز بريد په پايله کي د ځاني زيانونه ترڅنګ په زياته کچه مالي زيانونه هم اوښتي دي. د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد وايي، چي د وروستي ډله ييز بريد په تړاو يې پنځه تنه نيولي، چي تر پوښتنو ...

Read More »

کندهار: ميوند کي د ملي اردو پر کنډک بريد سوی دی

وسله والو طالبانو په تازه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د کندهار مېوند ولسوالۍ کي يې د ملي اردو يو کنډک نيولی او د ملي اردو ۳۰ سرتېري يې پکي وژلي دي، چي وروسته پوليس د مرستي په ډول سيمي ته رسېدلي او قرارګاه يې له سقوط څخه ساتلې ده. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د کنډک د ...

Read More »

امريکايي پروفيسر: د کېلو تارونه له کېلو ډېر ګټور دي

ليکوال: تميم ځاځی يوه امريکايي پروفيسر ټينګار کړی چې د کېلو تارونه ستر اهميت لري او يو له هغو مهمو وسايلو ګڼل کېږي، چې په بېلابېلو نباتاتو او مېوو کې غذايي توکي لېږدوي او وېشي. دغه پروفيسر ډاکټر او د «ډول» غذايي انسټيټيوټ مدير نيکولاس ګيليټ ويلي، چې دغه تارونه چې فلوم «Phloem» نومېږي، په کېله کې د غذايي توکو ...

Read More »

د خولې بد بوی او د هغه درملنه

ليکنه: ډاکټر محمد اجمل درمان د خولې بد بوی یا Halitosis يوه عامه ناروغي ده چې په هر عمر کې هر څوک پرې ککړېدلی شي. د نړۍ د څلورو کسانو له جملې يو يې په Halitosis اخته دی. د خولې بد بوی عوامل ډير زيات دي خو په ټوله کې د خولې ناسمې حفظ الصحې څخه رامنځته کيږي. د انسان په ...

Read More »

حقيقت په نړۍ کې نه، بلکې په فکرونو کې دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي انسان متفکر او پرېکړه کوونکی موجود دی؛ هېڅوک نه شي کولای د هغه د لارې خنډ شي. څوک نه شي کولای چې ستاسو په سوچونو محدوديت ولګوي، ځکه د ژوند رېښتينې معنا دا ده چې هر څوک به خپلې پرېکړې خپله کوي. انسانان د خپلو هيلو په پوره کولو کې هم د خپل واک دي، خو دا ...

Read More »

د لباس نمایش

حبیبه اشنا کله چې د ښځو د حقوقو خبرې کېږي نو نړۍ تل د چادري او څادر مثالونه ورکوي او وایي چې زموږ په سیمه کې حقوق نشته. ددې لامل بل څوک نه بلکې خپله يښتانه دي.  ښکاري چې نړۍ او پښتانه د  بشري حقوق، پرمختګ  یا وده كول او د لویدیز دود یا (Westernization)  په ماناګانو کې توپیر نه ...

Read More »

روزګان کي د امنيتي پوستو لپاره تحکيمات جوړيږي

خبريال: اجمل (وصال) د روزګان د پوليسو تر سلو زياتو امنيتي پوستو لپاره تحکيمات جوړيږي او د څښاک اوبو ته د لاسرسي لپاره ژور څاګان وهل کيږي. امنيتي مسوولين تر هغه وروسته د پوليسو ستونزو ته د لاسرسي خبر ورکوي، چي موده مخکي د روزګان په روانه جګړه کي د لومړۍ کرښي پوليسو ويلي وه، چي په اساسي ډول د ...

Read More »

د ۱۲ ولسواليو خلکو خپلي ستونزي د کندهار والي سره شريکي کړې

خبريال: سيد حميد (هاشمي). د کندهار والي وايي، هغه زورواکي او غاصبين به له واکه لېري کړي، چي د خلکو حقونه تر پښو لاندي کوي. پر همدې مهال د ولسواليو لسګونو اوسېدونکو له ولايتي چارواکو  څخه د دوی سيمو ته د پاملرني غوښتنه وکړه. دوی وايي، په سيمو کي يې د پوهني، عامي روغتيا او بيا رغوني کارونه ټکني دي ...

Read More »

نېکزاد: تېر کال مو شاوخوا ۶ ميليونه افغانۍ راټولي کړي دي

خبريال: محمد يار (مجروح) په کندهار کي د سرې مياشتي مسوولين وايي، هر کال د يوې ځانګړي اوونۍ په ترڅ کي ميليونونه افغانۍ راټولوي او په يادو پيسو ټولګټي پروژې رغوي. سرې مياشتي په کندهار کي ځانګړې اونۍ راپيل کړه، چي د مسوولينو به خبره سږ کال دې ته هيله من دي، چي د بېوزلو کسانو سره د مرستي لپاره ...

Read More »

د کندهار پوهنتون له ښووني او روزني پوهنځي څخه ۵۳۴ تنه فارغ سول

خبريال: محمد يار (مجروح) د کندهار پوهنتون د ښوني او روزني پوهنځۍ په خپله يولسمه دوره کي ۵۳۴ کسان فارغ کړل دغه محصلين، چي يوه برخه يې انجونو تشکيلوي په لسو رشتو کي يې زده کړي بشپړي کړي. چارواکي وايي، فارغه کسان د ښونځيو د مسلکي ښونکو تشکه ډکه کولای سي. کندهار دولتي پوهنتون چي د هيواد په کچه لمړی ...

Read More »