Author Archives: HEWAD ADMIN

ولسمشر: خلک له مخابراتي خدمتونو څخه خوښ نه دي

ولسمشر يو ځل بيا ويلي، چي خلک له مخابراتي خدمتونو خوښ نه دي او د دغو خدمتونو پر ښه والي او چټکتيا يې ټينګار کړي. له ارګه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست او ځينو مسوولينو سره په کتنه کي هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندي ...

Read More »

روسيه: پوتين د وسلو د نوي سيالۍ د پيل خبر ورکړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د وسلو د يوې نوې سيالۍ د پيل خبرداري ورکړ او پر متحدو ايالاتو يې تور ولګاوه چي د سړې جګړې د وخت له يوه مهم تړون څخه د تلو هڅه کوي. ښاغلي پوتين په ساحلي ښار سوچي کي د يوه تحقيقاتي مرکز په غونډه کي چي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون ...

Read More »

پاکستان: خالد خراساني د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وژل سوی دی

په پاکستان کي د څو بريدوونو مسووليت مننونکي ډلې جماعت الاحرا وياند وايي، مشر يې خالد خرساني د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وژل شوی دی. اسد منصور وايي، د مشر ترڅنګ يې نهه نور وسلوال هم په دغه بريد کي وژل شوي دي. عمر خالد خراساني د جماعت الاحرار مشر و او په پاکستان کي يې ...

Read More »

فيصل: له هوايي حملو وروسته وسله والو طالبانو خپل تکتيک بدل کړی دی

افغان حکومت وايي چي وسله‎والو طالبانو په هوايي حملو کي د درنو تلفاتو له ليدو وروسته د جبهه ‎يي جګړو پرځاي د ځانمرګو حملو تکتيک غوره کړي. په تيره يوه اوونۍ کي په کندهار ، پکتيا، او غزني کي د طالبانو په حملو کي لسګونه افغان سرتيري مړه او ټپيان شول. د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويدفيصل رسنيو ته وويل ...

Read More »

د غزني چارواکي: د اندړو ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندي ده

د غزني سيمه‎ييز چارواکي وايي، که څه هم وسله والو مخالفينو له څو ولايتونو څخه خپل وسله‎وال د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کي راټول کړي وو، خو ويې نه‎شو کړاي چي دا ولسوالۍ ونيسي. د غزني د والي وياند وايي چي په اندړو ولسوالۍ کي وضعيت د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، هوايي ځواک او کومانډو قوتونه د ...

Read More »

خليلي: د سولي راوستلو لپاره بايد ملي اجماع رامنځ ته سي

د افغانستان د سولي عالي شورا مشر په هېواد کي د جګړې پر ختمېدو او د سولي پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل  چي د سولي راوستلو لپاره بايد ملي اجماع رامنځته شي. د افغانستان د سولي عالي شورا مشر او د پخواني ولسمشر مرستيال محمد کريم خليلي چي په باميانو ولايت کي د زرګونو کسانو په غونډه کي ...

Read More »

ولسمشر: ترهګري ډلي د انسان وژني پرته بله لاسته راوړنه نه لري

ولسمشر اشرف غني د کندهار د ميوند په ځانمرګي بريد کي د وژل شوو لسګونو سرتېرو په غبرګون کي ويلي، چي د دغو کړنو ترسره کوونکي له جنايت، وحشت او انسان وژني پرته کومه لاسته راوړنه نه لري او د نابودۍ په حال کي دي. په ميوند ولسوالۍ کي تېره اوونۍ د طالبانو د ځانمرګي بريد له امله د ملي ...

Read More »

جلال اباد: له الفلاح پوهنتون څخه ۸۰۰ تنه فارغ سول

خبريال: مېلاد رحمتي جلال اباد کي د الفلاح خصوصي پوهنتون څخه ۸۰۰ تنه چي يو شمېر نجوني دي په بيلابيلو برخو تر څلور کلونو زده کړو وروسته فارغ سول. په دغه مراسمو کي حکومتي چارواکو اندېښنه ښودلې، چي په دې ولايت کي ځيني خصوصي پوهنتونه او ښوونځي د درسي کيفيت پرځای سوداګرۍ ته زياته پاملرنه کوي. هاخوا نوي فارغ محصلين ...

Read More »

د سون توکو سره بېغوري هيواد کي د سوځوني پېښي دېري کړي دي

خبريال: محمد يار مجروح نثار احمد هغه هټيوال دی، چي څو ورځي وړاندي يې دوکان د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي اور اخيستی وو. دی وايي، دده ټوله شتمني همدغه دوکان وو، چي د کور روزي يې پرې برابروله، خو ددوکان د سوځيدلو وروسته يې اوس اقتصادي حالت ډير خراب سوی دی. هغه له دولته او ملي سوداګرو غواړي، چي ...

Read More »

ننګرهار: خوګياڼو کي د جګړې له امله سلګونو کورنيو خپل کورونه پرې ايښي دي

خبريال: مېلاد (حميدي) د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کي د داعش او طالب وسله والو تر منځ له تېرو شپږو ورځو راهيسي نښتي رواني دي. د مالوماتو له مخي تراوسه له شلو پورته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړي سوي دي. ولايتي شورا د يوې خبري ناستي پر مهال ويلي، تراوسه ...

Read More »