د غزني سيمهييز چارواکي وايي، که څه هم وسله والو مخالفينو له څو ولايتونو څخه خپل وسلهوال د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کي راټول کړي وو، خو ويې نهشو کړاي چي دا ولسوالۍ ونيسي.
د غزني د والي وياند وايي چي په اندړو ولسوالۍ کي وضعيت د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، هوايي ځواک او کومانډو قوتونه د افغان پوځيانو مرستې ته ور رسيدلي دي.
له دې مخکي د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال ويلي وه چي والسوالي په بازار کي درنه جګړه روانه ده خو مرستندوې ځواکونه نهدي وررسېدلي.
د يادوني ده چي په اندړو ولسوالۍ کي د تېري سې شنبې په ورځ د وسلهوالو طالبانو په حملو کي له ۳۰ زيات افغان سرتيري ووژل شول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون