د هلمند ولايت په ناوې ولسوالي کي امنيتي ځواکونو د چاودېدونکو توکو يو زېرمتون نيولی دی. د هلمند امنيه قوماندانۍ د ا ستخباراتو مدير سمونوال عبدالکريم حميدي رسنيو ته وويل، چي ځواکونو يې د ناوې ولسوالۍ په سرخدوز سيمه کي د ماينونو هغه ډيپو کشف کړی، چي پنځه دېرش کړۍ ماينونه پکي چمتو سوي وه. ده وويل، وسله والو طالبانو ...
Read More »اجرائيه رئيس: امنيتي ځواکونه بايد مسلکي او غير سياسي وي
د حکومت اجرائيه رئيس د امنيتي ځواکونو پر مسلکي کولو او غير سياسي کېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، د پرمختللو پوځي چارو زده کړه او مسلکي کول په هېواد کي د سولي د تحقق او امنيت خونديتوب لپاره اغېزمن دي. ډاکتر عبدالله عبدالله دغه مطلب پرون د کابل په پوځي تعليمي مرکز کي د ځوانو افسرانو د صحرايي تمرينونو او ...
Read More »په سويل ختيځو سيمو کي مخالفينو د جګړې توان له لاسه ورکړی دی
د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، چي د افغانستان په سويل ختيځو سيمو کي د دولت وسله والو مخالفينو له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه يې چاودنو او ځانمرګو بريدونو ته مخه کړې ده. دوی زياتوي، افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي حالت ته داخل سوي او نه پرېږدي، چي ...
Read More »کابل: د چاودنو پرمهال ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، چي دغه چاودني د کابل ښار د دوهمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي سپين زر هوټل ته نږدې پر يوې امنيتي پوستې د درېيو لاسي بمونو د غورځولو له امله رامنځ ته سوي دي. هغه زياته کړه، چي د دغو چاودنو په پايله کي يو ملکي کس وژل سوی او دوه ...
Read More »پکتيا: ډله ييز بريد کي د امنيه قومندان په ګډون ۴۷ کسان وژل سوي دي
د پکتيا په مرکز گردېز ښار کي د امنيې قومندانۍ سره نږدې د پوليسو پر روزنځای د وسله والو طالبانو په پروني ډله ييز بريد کي ددغه ولايت د امنيه قومندان په گډون ٤٧ کسان وژلي دي. د کورنيو چارو وزارت وايي، بريد په دوو موټر بم چاودنو سره پيل او له نژدې څلورو ساعتونو وروسته د يولسو بريدگرو له ...
Read More »د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د شپږم ځل لپاره ملي بيرغ پورته سو
خبريال: بريالی (رحيمي) دغه ولسوالي يو کال وړاندي وسله والو طالبانو نيولې وه، خو دولت تر اوسه ددې ولسوالۍ د سقوط تاييد نه دى کړى. په دې ولسوالى کي دوه ورځي وړاندي پوځي عمليات پيل سوي وه، چي د کندهار د امنيتي مسؤلينو له خوا پکي د شپږم ځل لپاره د افغانستان درې رنگه ملي بيرغ پورته سو، خو چارواکي ...
Read More »د تريخ ناور او نادعلي اوسېدونکي: وروستيو جګړو کي مو کورونه ويجاړ سوي دي
خبريال: جواد (داوري) د تريخ ناور او نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کورونه يې په هوايي بريدونو کي ويجاړ سوي دي. دغه کورنۍ چي تازه خپلو کورونو ته ستانه سوي دي، له دولت څخه د مرستي غوښتنه کوي. امنيتي چارواکي وايي، د ملکي خلکو کورونه وسله والو طالبانو د سنګر په ډول کارول، نو ځکه په بريدونو کي ويجاړ سوي دي. ...
Read More »ننګرهار والي د امنيتي چارواکو سره يوځای دوربابا ولسوالۍ ته سفر وکړ
خبريال: مېلاد (حميدي) د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکي د قومي تړون له مخي ددې ولسوالۍ کلک امنيت ساتلی، خو ددوی په وينا حکومت دې ولسوالۍ ته تراوسه هيڅ ډول توجه نه ده کړې. د يادي ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتيا، معارف، زراعت او نورو برخو کي له مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي، بل خوا ته بيا تازه د ياد ...
Read More »کندز: د وسله والو طالبانو مهم پټنځايونه له منځه وړل سوي دي
خبريال: نور ګل (اندړوال) په کندزکي روان چاڼيز عمليات دامام صاحب او ګل تپې ولسواليو ته وغځېدل. د پوځ چارواکي وايي، چي د شپنيو عملياتو پرمهال يې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی يوه اندازه وسلې، وسايط او مهم مرچلونه يې له منځه وړي دي. هاخوا طالب وياند بيا مقابل لوري ته د شپږو سرتيرو ...
Read More »ملي تدارکاتو کمېسيون د بنسټيزو پروژو ۱۰ نوي قراردادونه منظور کړل
ملي تدارکاتو کميسيون د ۴.۳ ميليارد افغانيو په ارزښت د بنسټيزو او خدمتي پروژو ۱۰ قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې ناسته کي د شاوخوا ۴.۳ ميليارد افغانيو په ارزښت د سړک، روغتيا او برېښنا ۱۰ لويې پروژې له بشپړي ارزوني وروسته منظور سوې. په يادو پروژو کي د سړکونو رغونه، د کابل سيند د پاکولو قراداد ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون