ملي تدارکاتو کميسيون د ۴.۳ ميليارد افغانيو په ارزښت د بنسټيزو او خدمتي پروژو ۱۰ قراردادونه منظور کړل.
د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې ناسته کي د شاوخوا ۴.۳ ميليارد افغانيو په ارزښت د سړک، روغتيا او برېښنا ۱۰ لويې پروژې له بشپړي ارزوني وروسته منظور سوې. په يادو پروژو کي د سړکونو رغونه، د کابل سيند د پاکولو قراداد ، د برېښنا دلينونو ترميم، د پلونه جوړونه او يو شمير نوري پروژې شاملي دي.
د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې غونډه کي دکمېسيون پرغړيو سربېره، دملي تدارکاتو ادارې چارواکو، د سيګار، سيستيکا غوڅ ملاتړ، د مشرانو جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون څارونکو او د افغانستان د روڼتيا څار ادارې چارواکو هم برخه اخيستې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون