ورزش

لوبغاړي: په کندهار کي د کرکیټ سیالۍ پر وخت نه کیږي

راپور: محمد یار مجروح که څه هم د کرکیټ مسٔوولین د پرمختګ لپاره د بیلابیلو پلانونو خبري کوي، خو لوبغاړي وايي، په کندهار کي د کرکیټ سیالۍ پر وخت نه ترسره کیږي او هر ځل چي سیالۍ په لاره اچول کیږي په میاشتو میاشتو وخت نیسي، چي د لوبغاړو په وینا دا بیا د دوی پر لوبو منفي اغیز اچوي. ...

Read More »

د ۱۹ کلونو د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کي افغانستان پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه

لومړی بیټنګ پاکستان وکړ چي په اته څلوېښتم اوور کي یې ټول لوبغاړي د یوسل او اته اتیا منډو په جوړېدو وسوځېدل. د افغانستان له لوري عظمت الله او قیس احمد د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بیټسمینانوکي دروېش رسولي ۷۶ منډي جوړي کړې او تر اخره ونه سوځېدۍ. افغانستان به په خپل ګروپ کي د ...

Read More »

هلمند کي د ۱۳۹۶ کال د فوټبال غوره لوبغاړې وستایل سوه

په همدي تړاو په هلمند ولایت کي دفوټبال فدراسیون لخوا د لښکرګاه ښارپه فرهنګي مرکز کي دیادو کسانو په ویاړستاینغونډه جوړه سوه چي پکښي دګڼو ورزشکارانو ترڅنګ، ښوونکو، دبیلابیلودولتي ادارو کارکوونکو اوښاریانو ګډون درلوده.  دفوټبال فدراسیون استازی عبدالرحیم یوسفی: (( روان کال دفوټبال فدراسیون لخواڅورلس تورنمنټونه جوړسوي چي له کبله یې هلمندي ځوان فوټبالران ځلیدلي اوهلمند لپاره یې په دي ...

Read More »

د کندهار ښار په ظاهر شاهي عالی لیسه کي د زده کوونکو او ښوونکو د ۳۲ بېلابیلو فوټسال لوبډلو تر منځ میاشتنی سیالی پاي ته ورسیدي

د دغه سیالیو یو تن مسٔول نجیب دوست وویل، دغه لوبي د معارف ریاست د ورزش څانګي تر رهبرۍ لاندي ترسره سوې. د دوست په وینا د دي سیالیو وروستۍ لوبه پرون د دې لیسې دلسم ټولګي د زده کوونکو او بازانو لوبډلي ترمنځ ترسره سوه چي د ښوونکو څخه جوړي سوي د بازانو لوبډلي لوبه دوه پر یو وګټل. ...

Read More »

فېفا د پاکستان د فوټبال فدراسيون غړيتوب ځنډولی دی

فيفا يا د فوټبال نړيوال فدراسيون وايي، چي د پاکستان د فوټبال فدراسيون غړيتوب‌يې د درېيمګړي د لاسوهني له کبله ځنډولى دى. په سويس کي د فيفا ادارې ويلي، چي  د پاکستان د فوټبال فدراسيون دفترونه او حسابونه د هغه مسؤل شخص په کنټرول کي دي، چي د محکمې له‌خوا ګمارل شوی، چي دا مسئله د فوټبال ددې نړيوالي ادارې ...

Read More »

کابل: د ورزشي خبريالانو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره کيږي

په کابل کي د ورزشي خبريالانو د سازمان له لوري د ورزشي خبريالانو ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ په هدف، د کرکټ سيالۍ ترسره کيږي. د دې سازمان د اجرائيه کمېټې غړي سميع الله کاموال وايي، چي د دغو سياليو لومړي پړاو د مرکزي زون او ختيځ زون د ورزشي خبريالانو ترمنځ ترسره کيږي. د ښاغلي کاموال په خبره، ...

Read More »

مبارز: ۸۰۰ افغانۍ معاش ټاکل ورزشکارانو ته سپکاوی دی

يو شمېر نړيوال مډال راوړونکي افغان ورزشکاران وايي، حکومت دوی ته د ۸۰۰ افغانيو معاش په ټاکلو سره، د ورزش اتلانو ته سپکاوی کړی دی. افغان ورزشکاران چي په نړۍ کي يې د افغانستان درې رنګه بيرغ رپولی، د مياشتي له ۸۰۰ تر زرو افغانيو معاش اخلي. د ازادو سياليو ورزشکار باز محمد مبارز چي تراوسه‌يې له هېواده د باندي ...

Read More »

افغان فوټسال ملي لوبډله د سياليو په موخه ايران ته ولاړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسيا په مقدماتي سياليو کي د ګډون په هدف نن ايران ته ولاړه. د فوټبال فدراسيون د تخنيک ډايرکټر وايي، چي د فوټسال ملي لوبډله د ميزان په ۲۳ مه له ايران او د همدې مياشتې په ۲۴ مه له تاجکستان سره د لوبې ډګر ته وځي. هغه وايي، دغه سيالۍ د ايران ...

Read More »

ډين جونز د افغانستان د کرکټ ملي ټيم موقتي روزونکی سو

د استراليا پخوانی توپ وهونکی او د کرکټ مبصر ډين جونز د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د موقت روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډين جونز به د هانک کانګ په راروانه دوره کي د افغانستان د ملي ټيم روزونکی وي. افغان کرکټ بورډ وايي، د هانګ کانګ له لوبو وروسته به په ...

Read More »

افغان معلول سرتېري لوبغاړي له کاناډا څخه په ډک لاس هيواد ته را ستانه سول

دغه لوبه چي د نه ماتېدونکو په نامه بلل کيږي، د هيواد معلول سرتېري پکي ښه لوبېدلي دي. په ياده لوبه کي د ۱۷ نورو هيوادونو معلولو سرتيرو هم برخه اخيستې وه، چي افغان لوبډلي په خپل لمړي وار، يو د سپينو زور او يو د برونز ميډالونه لاس ته راوړي دي. محمد عيسی د هيواد يو هغه ځوان لوبغاړی ...

Read More »