لوبغاړي: په کندهار کي د کرکیټ سیالۍ پر وخت نه کیږي

راپور: محمد یار مجروح

که څه هم د کرکیټ مسٔوولین د پرمختګ لپاره د بیلابیلو پلانونو خبري کوي، خو لوبغاړي وايي، په کندهار کي د کرکیټ سیالۍ پر وخت نه ترسره کیږي او هر ځل چي سیالۍ په لاره اچول کیږي په میاشتو میاشتو وخت نیسي، چي د لوبغاړو په وینا دا بیا د دوی پر لوبو منفي اغیز اچوي.

د دوی په خبره پنځوس اوریزو سیالو شاوخوا درې میاشتي وخت ونیو.

د کندهار دکرکیټ مسوولین وايي، د پنځوس اوریزه  سیالۍ چي د لس غوره لوبډلو تر منځ په لاره اچول سوي وې، پایلوبه يې خپلواک لوبډلي وګټله.

د پنځوس اوریزو سیالیو پایلوبي پچه یا ټاس د خپلواک لوبډلي وګټله او خپله يې د توپ وهني پریکړه وکړه او په پنځوس اورونو کي وتوانیده چي خپلي سیالي اتحاد لوبډلي ته ۴۱۴ منډي هدف ورکړي.

د خپلواک لوبډلي له لوري منیر احمد کاکړ ۲۷۱ او کبیرخان بیا ۷۴ تر ټولو ډیري منډي وکړې.

د توپ وهني په برخه داتحاد لوبډلي له لوري باقیب الله وتوانیدی چي د خپلواک لوبډلي ۵ لوبغالي وسوزوي.

د خپلواک لوبډلي په ځوابي توپ وهنه کي اتحاد لوبډله ونه توانیده چي ټاکلي هدف ته ځان ورسوي او ټوله لوبډله يې پر ۲۵۷ منډو وسوځیده، او پایلوبه يې خپلواک لوبډلي ته پرېښوده.

د مسٔوولینو په خبره د یادو لوبو څخه یې هدف په کندهار ولایت کي کرکټ ته د ودي ورکولو ترڅنګ ځوان لوبغاړو ته موقع ورکول وه، تر څو خپل استعداد ښکاره کړي.
مسٔوولین زیاتوي، د کرکیټ د پرمختګ لپاره به بیلابیل پروګرامونه په لاره واچوي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...