د کندهار ولایتي چارواکي: ټولي اداري او موسسات باید د ولایتي پلان سره سم خپل فعالیتونه ترسره کړي

راپور: سید حمید هاشمي

په کندهار کي تیره ورځ د امریکا د نړیوالي پرمختیايې اداري لخوا د ولایتي پلان جوړوني دري ورځنۍ روزنیز ورکشاف پیل سو چي پکښي د ځینو دولتي ادرو مسٔولینو او استازو ګدون کړی وو.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، چي ټولي اداري باید د ولایتي پلان سره سم خپل فعالیتونه پر مخ بوزي.

هغه وویل ځیني اداري بي پلانه او خپل سري کارونه ترسره کوي چي ډیر وختونه خلک يې له کارونو شکایت کوي.

پر همدي مهال د کندهار د اقتصاد ریٔس محمد رحیم رحیمي وویل، چي په ادارو کي تر ډيره وړ ځوانان په کارونو ګمارل سوي چي ښه فعالیت تمه ورڅخه کیدلای سي.

هغه وویل د کارونو د ناسم والي یو لوی لامل د پلانه نه جوړول دي خو ټولي اداري باید بي پلانه کار ترسره نه کړي.

دغه راز هغه وویل د مرکز لخوا دوی ته د کمي بودیجي ورکول هم ددي لامل کیږي چي پرمختیايې کارونه نیمګړي پاته سي.

په کندهار کي ډیری وختونه دغه ډول روزنیز ورکشافونه ترسره کیږي چي تر ډیره هدف په ادارو کي د کاروکونکو او دهغوی په کارونو کي د شفافیت او اصلاح رامنځته کول وي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...